لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدارتي انتخابات: ټرمپ او هېرېس په یو بل لفظې ګوزارونه جاري ساتلي


په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال صدارتي انتخاباتو په حساس ځغل کې، د ډېموکرېټ ګوند کامېلا هېرېس او د رېپبلېکنانو ډانلډ ټرامپ په دې کوشش کې دي چې هره ورځ ووټرانو ته د یو بل د نیمګړتیاوو په یادولو سره، ځان ترې بهتره څرګند کړي.

مېرمن هېرېس پخپلو کمپېنونو کې د تقریرونو پر مهال، یوه لحظه هم نه ضایعه کوي او ووټرانو ته دا یادونه کوي چې هغه په کلیفورنیا ریاست کې د اوږدې مودې دپاره ځایي او بیا سرکاري وکیله پاته شوې وه. د شورو/چهارشنبې ورځې په تقریر کې هم هغې همدا خبره یاده کړه. کليفورنیا د امریکا د ډېرې آبادۍ لرونکی سټېټ/ریاست دی. کامېلا هېرېس پخپلې وینا کې یو ځل بیا وویل چې هغې مجرم پېژندل شوي خلاف کاران په جېلونو کې اچولي دي. هغه دا دعوه لري چې د ټرمپ "غوندې کسان" پېژني، او دا یادونه کوي چې ټرمپ عدالت کې د مالیاتي جعل په حوالې یوه قضیه کې مجرم پېژندل شوی دی.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ ټرمپ پخپل نوبت سره په مېرمن هېرېس لفظي ګوزارونه وکړل.

ټرمپ اعلان وکړ چې په فلوریډا کې د هغه په استوګنځي (مارالاګو) کې به د غرمې وروستو یو خبري کنفرنس جوړ کړي، او دا یې پس د څو میاشتو وړومبی خبري کنفرانس دی. تر دې وړاندې د ټرمپ د انتخابي ټکټ ملګري، جې ډي وېنس په کامېلا هېرېس سخت تنقید وکړ چې ولې آزاد خبري کنفرنس نه جوړوي او له هغه وخته چې د ډېموکرېټانو احتمالي کاندیده جوړه شوې ده، په تېرو اتلسو (۱۸) ورځو کې یې ولې د یوې مېډیا سره کومه مرکه نده کړې.

مېرمن هېرېس د هغو خبریالانو سره چې د هغې انتخابي کمپېن څاري، خبرې او څه سوال و جواب کړی دی، مګر کومه پوره مرکه یې تر اوسه نده کړې.

پخواني صدر ډونالډ ټرمپ چې د رېپبلېکنانو لخوا صدارتي انتخاباتو کې نامزد شوی، پخپل ټروټ سوشل مېډیا کې یې لیکلي: "کامېلا د مرکو کولو نه انکار کوي، ځکه د هغې ټیم په دې پوهېږي چې هغه د سوالونو جوابونه نشي ورکولی، هماغسې چې [صدر جو] بایډن پوښتنې نشوای جوابولای، مګر وجوهات یې مختلف دي."

ټرمپ دعوه کړې چې کامېلا هېرېس "نااهله" ده او د هغې تګلارې ګني "تباه کنه" دي.

د هغه وخته چې معلومه شوې چې کامېلا هېرېس به د نوامبر په ۵مې نېټې انتخابات کې د ډېموکرېټانو نامزده وي او دې سره هغه د خبرونو په اهمو سرخطونو کې راغلې ده، ټرمپ کوشش کوي چې د ووټرانو د توجو اخېستو دپاره مختلفې طریقې پیدا کړي. کامېلا هېرس په دې هفته کې اعلان وکړ چې د میني سوټا ګورنر ټېم والز به د هغې د مرستیال په توګه انتخاباتو کې برخه اخلي.

هېرېس او نومل شوی مرستیال یې، ټېم والز د انتخابي کمپېنونو دپاره د هغو ریاستونو په دوره تللي چې په صدارتي انتخاباتو کې سږکال ډېر حساس ګڼل کیږي. ډانلډ ټرمپ دا هفته په فلوریډا کې پاته شو چې د خپل کمپېن دپاره لا زیاته چنده راټوله کړي.

دواړو انتخابي ډلو د زیارت په ورځ شمالي کارولاینا کې خپل خپل کمپینونه وځنډول، ځکه هلته کې د ډيبي په نوم طوفان راغلی چې ځیني ښارونه او ښارګوټي په سیلاب لاهو شوي دي. د جمعې ورځې په ماښام به دواړه انتخابي ډلې د امریکې مغربي ریاستونو ته په کمپینونو لاړې شي.

تر اوسه لا نده معلومه چې ټرمپ او کامېلا هېرس به مخامخ انتخابي مباحثه وکړي او که نه، مګر مېډیا په دې برخه کې کوششونه جاري ساتلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG