د حزب الله مشر حسن نصرالله د زيارت، پنجشنبې په ورځ منلې، لبنان کې روانه اونۍ په وسله والې ډله یې د مخابراتي يا مواصلاتي الاتو د لارې مرګونې چاودېدونکې حملې کېدل "سخته ضربه" وه، او اسرايل په دغو عملياتو سره د "سرې کرښې" اوړېدلی دی.
په يادو حملو کې لږ تر لږه 32 کسان وژل شوي او 3,000 نور ژوبل شوي وو، د حزب الله وسله وال پېجرې او واکي ټاکي د پېغامونو ترلاسه کېدو او ځوابونو دپاره کاروي، په لاسو کې یې دغه الات چاودلي دي.
خيال کيږي، د نهې او شورو د ورځې دغه چاودنې د اسرایل استخباراتي ادارې موساد کړي دي، خو اسرايل پکې د ککړتيا تصديق او نه هم ترديد کړی دی.
نصرالله پرون وويل، "هو، مونږ سخته ضربه خوړلې ده، دښمن ټول حدونه او د سرې کرښې ور اوړېدلی دی".
نصرالله د تل په څېر د نامعلومه ځايه څخه د ويډيو د لارې خبرې کړي، د ایران پلوه ملاتړې حزب الله پلويان د نصرالله د وينا دپاره راټوليږي او په غټ سکرين یې ګوري خو دې ځل له داسې نه دي شوي.
د يادو حملو وروسته لبنان د بيروت د هوايي اډې څخه تلونکو هغو مسافرو باندې بنديز لګولی د چا سره چې پېجر او واکي ټاکي وو او په سامانونو کې هم په دغو څيزونو وړلو بنديز لګول شوی دی.
د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتني بلينکن ويلي، "کله چې د شمالي اسرایل او جنوبي لبنان خبره کوو، نو دا په حقيقت کې يوه مسله ده چې هوارولو ته اړتیا لري، او دا هم رښتيا دي چې په اتم اکتوبر [د غزې د جګړې پيل کېدو] يوه ورځ وروسته حزب الله په اسرايل راکټې داغي او اسرايل یې پرې واپس داغي".
نوموړي ويلي، د شمالي اسرايل او جنوبي لبنان څخه خلک د کورونو نه تښتېدلی او مونږ غواړو چې دوی بيرته خپلو کورونو ته راشي او خوندي ماحول ورته جوړ کړل شي.
اسرايل د زیارت په ورځ ویلي، جنوبي لبنان کې یې د حزب الله اووه اهداف په نخښه کړي دي، او اعلان یې کړی د اسرایل يو مشکوک وګړی نيول شوی چا چې د ايران په ملاتړ د اسرايلي چارواکو د وژلو پلان جوړولو.
ویل شوي، د اسرايل د بریدونو په ځواب کې د لبنان نه اسرايل ته څو ډرون داخل شوي دي.
د اسرایل د دفاع وزیر يوو ګېلنت ويلي، د زيارت په ورځ یې د امریکې د دفاع وزير لوېډ اسټين سره په ټيليفون خبرې شوي، د سيمې په امنيت او اسرايل ته د حزب الله د ګواښ په اړه یې خبرې شوي دي.
پېنټاګون ويلي، اسټين بيا په ټينګار سره ويلي، امریکا به د ایران لخوا د حزب الله او نورو ايراني ملاتړ همکارو لخوا اسرايل ته د ګواښونو په وړاندې ودريږي.
د دې خبر ځينې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي