تمه کيږي، د امریکې پوځ به روانه اونۍ د اوکراين دپاره د 375 ملينه ډالرو نوې پوځي مرستې اعلان کړي، دا د مې د مياشتې وروسته د کېيف سره غټې مرستې دي.
څو امریکايي چارواکو د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته ويلي، ښيې دغه اعلان د شورو، چهارشنبې پورې وشي.
يو چارواکي وي او اې ته ويلي، په دغه پېکج کې د اېف-16 جنګي الوتکو دپاره د هوا نه تر ځمکې پورې وسله شامله ده کومه به چې د اوکراين پايلټانو ته د روس د هوايي دفاعي نظام څخه لرې د کار کولو زمينه برابره کړي.
د چارواکي په خبره، په پېکج کې د هيمارز دپاره ګولۍ، پټرول کشتي او بکتربند ګاډي، د 155 ملي ميټره او 105 ملي ميټره مرمۍ او TOW ميزایلي شاملې دي.
د امریکايي چارواکو په وينا په دغو امدادي مرستو ته حتمي شکل نه دی ورکړل شوی او په دې کې بدلون هم کېدی شي. خو دغه مرستې به د صدارتي امر په اجازه پېنټاګون اوکراين ته ليږي.
د امریکا د دفاع وزارت سره د اوکراين په مرستو کې د هغو 61 اربه ډالرو کې د پينځه اربه ډالرو نه زياتې اوس هم پاتې دي، د کومو منظوري چې صدر بايډن د اپرېل په میاشت کې ورکړې وه.
د پېنټاګون چارواکو ویلي، دوی له کانګرس سره کار کوي، چې دغه پاتې فنډ د امریکا راتلونکي مالي کال ته چې د اکتوبر په لومړۍ پیلېږي، هغې ته وليږي. چارواکي وایي که کانګرس د مالي کال تر حتمېدو پورې د غځولو وړاندیز ونه مني، دوی احتياطي پلان جوړوي.
د اوسنيو مرستو په اړه ويل شوي، تمه کیږي هغه وخت اعلان شي کله چې د اوکراین صدر ولادیمیر زېلنسکي په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر بایډن او د امریکا د مرستیالې ولسمشرې او د ډېموکرېټک ګوند د صدارتي نوماندې کاملا هېرس سره د جمعې په ورځ وويني.
چارواکو ویلي چې زېلنسکي به د روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو خپل پلان وړاندې کړي او په امریکا کې ورکړل شويو توغندیو باندې د بندیزونو لرل کول به وغواړي.
د امریکا د سیاست له مخې اوکراین ته اجازه نشته چې له امریکا څخه ترلاسه شوي وسلې په روس کې دننه سيمو کې په هدفونو باندې وکاروي. سپینه ماڼۍ اندېښنه لري چې دا بریدونه ممکن امریکا د روس سره نېغ په نېغه جګړه کې ښکېل کړي.
د روانې میاشتې په پیل کې، زېلنسکي په جرمني کې له پوځي اتحاديانو سره په کتنه کې ويلي وو، هيواد یې دې ته اړتیا لري چې په روس کې دننه سيمو د اوږدې فاصلې پورې بريدونو وړتیا ترلاسه کړي، دا "به روس سولې ته وهڅوي"
امریکا ویلي چې روس خپلې زیاتره الوتکې او وسلې د اوکراین د وسلو له فاصلو څخه بهر ځای پر ځای کړي، خو د اوکراین چارواکي اوس هم غواړي چې پولې ته نزدې د روس مرکزونه په نخښه کړي.
د امریکا د هوايي ځواکونو مشر جنرل جېمز هيکر تېره اوونۍ خبریالانو ته خبرداری ورکړی وو چې د روس پوځ اوس تر هغې ډېر غټ او پياوړی شوی کله چې یې په فرورۍ 2022م کې په اوکراين يرغل کړی وو.