اسرايل په يمن کې د حوثيانو اهداف په نخښه کړي، څلور تنه یې وژلي

اسرايل ويلي، په تيرو دوه ورځو کې د ايران ملاتړې ډلې حوثي په اسرايل ميزايلې ويشتې وې، په ځواب کې یې اسرايل په يمن کې د حوثيانو په اهدافو بمباري کړې، لږ تر لږه څلور تنه یې وژلي دي. دا په مينځني ختځ کې د بلې جګړې اشاره ده.

د حوثيانو د صحت وزارت ويلي، د اسرایل په بريدونو کې څلور کسان وژل شوي، 29 نور ژوبل شوي دي، او ځايي خلکو ويلي د بمبارۍ له امله ساحلي ښار حُدېده کې په پراخه کچه بجلي خرابه شوې ده.

د اسرایل پوځ ویلي، ګڼو جنګي الوتکو یې په حُدېده کې د بجلۍ په پلانټ او راس عيسا په بندر بريدونه کړي دي.

د ا په يمن کې په دوه میاشتو کې د اسرايل دويم بريد دی.

د جولايي په مياشت کې د يمن يوه ډرون په تل ابيب کې يو تن وژلی او د هغې وروسته د اسرايل جنګي الوتکو د حُدېده سره نزدې د د حوثیانو پوځي اهداف په نخښه کړي وو.

د اسرایل پوځ ویلي، د تېر کال راهسې حوثيان د ايران په پيسو او لاروښونو روان دي، په عراق کې د ملېشه وسله والو سره یې همکاري ده او په اسرايل حملې کوي، د سيمې ثبات د خطر سره مخامخ کوي، او د لارو د نړيوال نظام خرابوي.

د ايران ملاتړې په يمن کې حوثي ملېشه پرله پسې په اسرايل ميزايلې داغي او ډرون کوي، وايي دا فلسطين سره د يو والي دپاره کوي.

حوثيانو ويلي، تازه بريد یې د خالي، شنبې په ورځ د تل ابيب سره نزدې په بين ګورين هوايي اډه کړی، حماس ويلي، دغه ميزايل یې ويشتی وو.

اسرايل باندې د جمعې په ورځ د حوثي بل ميزايل ويشتل شوی وو.

د حوثیانو وياند محمد عبدالسلام په اېکس پوسټ کې ويلي، د اسرايل د اتوار، دوشنبې د ورځې بريدونه د دې سبب ونه ګرځي چې دغه ډل د غزې او لبنان نه لاس واخلي.

ايران د اسرايل بريدونه غندلي او ويلي يې دي، د ملکي خلکو اهداف یې په نخښه کړي دي،

د ایران صدر مسعود پيزشکيان ويلي، ایران به اجازت ور نه کړي چې اسرايل يې په يو پسې بل ملاتړی مزاحتمي په نخښه کوي.

حوثيانو له دې وړاندې د حزب الله د مشر سيد حسن نصرالله په وژنه ماتم کړی وو، حوثيانو د اسرايل مخالفه ايران ملاتړي دي.

د دې خبر معلومات د رويټرز نه اخستل شوي