د حزب الله دويم مشر وايي، د نصرالله د وژنې وروسته به د اسرايل ضد جګړه جاري ساتي

د لبنان وسله والې ډلې حزب الله دويم مشر ويلي، ډله یې د اسرايل ضد د اوږدې جګړې دپاره تياره ده. نعيم قاسم د حزب الله د مشر حسن نصرالله د اسرايل هوايي بريد کې د وژنې وروسته په ټيلي ويژن بيان ورکړی دی.

قاسم ويلي، حزب الله به زر نوی مشر اعلان کړي.

له دې وړاندې اسرايل د ګل، دوشنبې په ورځ بيروت کې يوه ودانۍ باندې هوايي بريدونه کړي دي، دا په بيروت کې ښار کې دننه د اسرايل لومړی بريد دی، د اسرايل او وسله والې ډلې حزب الله ترمنځ د يو کال راهسې په پوله جګړه روانه ده.

د فلسطيني وسله والې ډلې [پاپولر فرنټ فار دې لبرېشن اف فلسطين] د ګل په ورځ ویلي، برید کې یې درې غړي وژل شوي دي.

د اسرايل پوځ د بريدونو يادګېرنه نه ده کړې خو ويلي يې دي، جنوبي او ختيځ لبنان کې یې د حزب الله اهداف په نخښه کړي دي.

د اسرايل حملو کې د بيروت غړې په نخښه کړل شوي، په دوی کې يوه هغه هم شامله ده چې د جمعې په ورځ پکې د حزب الله مشر حسن نصرالله وژل شوي وو.

ياد بريد په سيمه کې د شخړې سېوا کېدو ويره نوره سېوا کړې ده، په داسې چې اسرايل په غزه کې د حماس سره په جګړه دی.

حماس د ګل په ورځ ويلي، اسرايل د جنوبي لبنان البس کډوالو کېمپ باندې بريد کړی، لبنان کې مشر یې، د هغه مېرمن او نور دوه کسان پکې وژل شوي دي.

د فرانس د بهرنيو چارو وزير جېنول بېرټ د حالاتو قابو کولو د هڅو په لړ کې د ګل په ورځ په لبنان کې وو. هغه د لبنان وزيراعظم نجيب ميکاتي ته ويلي، فرانس په فوري توګه لبنان کې د اسرايل د حملو ودرولو غوښتنه کوي.

سعودي عرب د ګل په ورځ د لبنان په حالاتو ژوره اندېښنه څرګنده کړې، او ويلي یې دي د لبنان د خپلواکۍ احترام دې وشي.

د امریکې صدر جوبايډن د اتوار په ورځ ناوخته خبريالاونو سره خبرو کې ويلي، د اسرايل د وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو سره به خبرې وکړي، او به ورته اووايي چې د جګړې خورېدو څخه ډډه وشي.

د لبنان د صحت وزارت ويلي، په تيرو دوه اوونيو کې د 1000 نه زيات کسان وژل شوي او 6000 نه زيات ژوبل شوي دي. په وژل شوو کې د وسله والو او ملکي خلکو شمېره نه ده معلومه. د لبنان حکومت ويلي، 250,000 کسان د جګړې د ويرې د کورونو نه وتلي او پناه ځايونو ته تللي دي.

جګړه کې 49 اسرايليان هم وژل شوي او پوله ته نزدې علاقو کې د زرګونو په شمېره کې بې ځايه شوي دي.