اسرایل جنوبي لبنان کې د حزب الله ضد محدوده عمليات پيل کړي

د اسرايل پوځ ويلي، جنوبي لبنان کې یې د حزب الله د اهدافو ضد په محدوده، ځايي کچه عمليات پيل کړي دي.

د اسرايل پوځ د نهې، سه شنبې په سهار ويلي، ځواکونه یې پولې ته نزدې کليو کې ځمکنۍ چاپې وهي، کوم چې شمالي اسرايل ته سمدستي خطره جوړ دي.

د اسرايل پوځ په ټيليګرام ويلي، "د سياسي مشرتابه به د پرېکړې سره سم دفاعي ځواکونو جنبي لبنان کې د حزب الله د ترهګرو او ودانيو په نخښه کولو دپاره د استخباراتو په بنياد په ځمکه محدوده او په ځايي کچه عمليات پيل کړي دي".

د ګل په ورځ د اسرايل دفاعي پوځ د حزب الله ضد په ځمکه د وړې کچې عمليات پيل کړي وو.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت وياند متهيو میلر ويلي، اسرايل د چاپو او عملياتو نه وړاندې امريکا خبر کړې وه.

هغه ويلي، اسرايل زياته کړې، دغه عمليات پولې ته نزدې په ځايي کچه او حزب الله د ډهانچې په نخښه کولو دپاره کوي.

د لبنان په خاوره د اسرايل او حزب الله ترمنځ نېغ په نېغه د نښتو خبرونه مخې ته نه دي راغلي، د دوی دواړو ترمنځ په ځمکه وروستۍ جګړه په کال 2006م کې شوې وه.

په قاهره کې يو لويديځ سفارتکار چې هيواد یې د شخړې راکمولو هڅې کوي، اېسوسي اېټډ پرېس ته یې ویلي، لبنان کې ځمکني عملیات اسان دي.

د موضوع د حساسيت له امله د نوم نه ښکاره کولو په شرط یې ويلي، اسرايل خپل پلان د امریکا او نورو لويديځو اتحاديانو سره شريک کړی او ويلي يې دي دغه عملیات محدود دي.

د امریکې صدر جوبايډن د جنګ بندۍ غږ کړی دی.

او د اسرایل د دفاع وزیر يوو ګېلنت ويلي، د لبنان په پوله د حزب الله ضد جګړه کې به ټول اړين ګامونه اخلي، ځواکونه به یې د هوا، سمندر او ځمکې نه عمليات کوي.

هغه ویلي، باوجود د دې چې د حزب الله مشر حسن نصرالله وژل شوی، عمليات به روان وي، د حسن نصرالله وژنه مهم قدم دی خو ختمي نه دی.

هغه ويلي، د حزب الله ضد جګړې دويم پړاو به زر پيل شي.

بل لور ته حزب الله دویم مشر نعيم قاسم ویلي، دوی د اسرايل د پوځ ضد ځمکنۍ جګړې ته تيار دي او په وړاندې به یې مزاحمت کوي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتني بلینکن سيمه کې د حالاتو دپاره سفارتکاري غوره لاره ګرځولې ده.

واشنګټن کې د بهرنيو چارو په دفتر کې خبري غونډه کې نوموړي ویلي، د اسرایل او لبنان د پولې د شخړې دپاره سفارتکاري حل لټوي، او امریکا په غزه کې د جنګ بندۍ هڅې کوي.

د فرانس د بهرنيو چارو وزير جېنول بېرټ د حالاتو قابو کولو د هڅو په لړ کې د ګل په ورځ په لبنان کې وو. هغه د لبنان وزيراعظم نجيب ميکاتي ته ويلي، فرانس په فوري توګه لبنان کې د اسرايل د حملو ودرولو غوښتنه کوي.

سعودي عرب د ګل په ورځ د لبنان په حالاتو ژوره اندېښنه څرګنده کړې، او ويلي یې دي د لبنان د خپلواکۍ احترام دې وشي.

د امریکې صدر جوبايډن د اتوار په ورځ ناوخته خبريالاونو سره خبرو کې ويلي، د اسرايل د وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو سره به خبرې وکړي، او به ورته اووايي چې د جګړې خورېدو څخه ډډه وشي.

د لبنان د صحت وزارت ويلي، په تيرو دوه اوونيو کې د 1000 نه زيات کسان وژل شوي او 6000 نه زيات ژوبل شوي دي. په وژل شوو کې د وسله والو او ملکي خلکو شمېره نه ده معلومه. د لبنان حکومت ويلي، 250,000 کسان د جګړې د ويرې د کورونو نه وتلي او پناه ځايونو ته تللي دي.

جګړه کې 49 اسرايليان هم وژل شوي او پوله ته نزدې علاقو کې د زرګونو په شمېره کې بې ځايه شوي دي.

اسرايل د حسن نصرالله سره د ايران د انقلابي ځواک مرستيال کمانډر هم وژلی دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د نصرالله وژنه به بې ځوابه پرې نه ږدي، تهران د پينځو ورځو ماتم اعلان کړی دي.

په دې کې خبر ځینې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه شامل کړل شوي دي