په اسرايل د حماس د بريد او د هغې وروسته په غزه کې د پيل شوې جګړې کال پوره شو. د ګل، دوشنبې په ورځ د اسرايل پوځ په غزه کې د حماس په جنګيالو د جنګي الوتکو د لارې بمباري کړې ده.
حماس وسله والې ډلې تېر کال د اکتوبر په اوومه د اسرايل په جنوبي سيمه کې حمله کړې، له دغې وروسته نه يواځې په غزه بلکې د اسرايلي ځواکونو او حزب الله ډلې ترمنځ هم جګړه پيل شوې د کومې جګړې چې سيمې ته د غځېدو اندېښنې څرګنديږي.
د اسرايل پوځ ویلي، جنګي الوتکو یې په لبنان کې د حزب الله اهداف هم په نخښه کړي دي.
او په لبنان کې وسله والې ډلې حزب الله ویلي، د اسرایل په شمالي ښار حيفا راکټې داغلي دي، د رپورټونو ترمخه، د راکټو په بريدونو کې لږ تر لږه لس اسرايلي وګړي ژوبل شوي دي.
په اسرايل د حملې او جګړې په يو کال پوره کېدو د اسرایل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د اتوار، يکشنبې په ورځ د لبنان په پوله د اسرايلي پوځي اهلکارو سره ليدو ته ورغلی وو.
د نوموړي دفتر ويلي، کال وړاندې په اسرايل حمله شوې، خو په 12 مياشتو کې اسرايل ټوله نقشه بدله کړې، او د اسرایل پوځ دښمن ته داسې ګوزار ورکړی چې نړۍ يې حېرانه کړې ده.
د امریکې سپينې ماڼۍ ويلي، صدر جوبايډن به په اسرايل د حملې د کال پوره کېدو په غونډه کې ګډون کوي.
د تېر کال د اووم اکتوبر د حماس په اسرایل حمله کې 1200 کسان وژل شوي او د 250 پورې یې يرغمال کړي وو، په يرغمال شوو کې د نيمې نه زيات خوشي کړل شوي او نزدې 100 تنه اوس هم د حماس سره یرغمال دي. اسرايل وايي ښيې په يرغماليانو کې ځينې وژل شوي دي.
د حماس د حملې وروسته اسرايل په غزه جګړه پيل کړې، تراوسه پورې په غزه کې د صحت د وزارت ترمخه خواوشا 42,000 کسان وژل شوي او د 97,000 نه زيات ژوبل شوي وو.
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت نه دي ويلي چې په وژل شوو کې جنګيالي څومره دي خو وايي په وژل شوو کې د نيمې نه زيات ماشومان او ښځې دي.
په غزه کې نزدې 23 لکه ابادۍ کې د 80 فيصده نه زياته بې کوره شوې ده.
امریکې، برتانيې، يورپي يونين او اتحادي هيوادونو یې، حماس او حزب الله وسله والې ډلې ترهګر تنظيمونه ګرځولي دي.
د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي