ايران ویلي، نن د خالي، شنبې په سهار د اسرايل په حملو کې دوه ايراني پوځيان وژل شوي دي. تهران ويلي په حملو کې ورته محدوده تاوان اوښتی دي. خو اسرايل ويلي، کره بريدونه یې کړي او اهداف یې ترلاسه کړي دي.
رويټرز د ايران نيمې سرکاري خبري ادارې له قوله خبر ورکړی. ايران ويلي هوايي دفاعي نظام یې په کاميابۍ سره د بريدونو مخه نيولې، خو دوه پوځيان یې وژل شوي او په ځينو ځايونو کې ورته محدوده تاوان اوښتی دی.
له دې وړاندې اسرايل ويلي وو، په ايران حملو کې یې اهداف ترلاسه کړي، او امريکې په هيوادونو غږ کړی، ايران دې د نورو بريدونو څخه ودروي.
اسرايل ویلي وو، په ايران یې غټه حمله سر ته رسولې ده. اسرايل نن د خالي، شنبې په ورځ سهار ويلي، جنګي الوتکو یې د ایران په يو شمېر سيمو کې کره پوځي اهداف په نخښه کړي، او الوتکې بيرته په خوندي ډول ستنې شوي دي.
دغه بيان د تهران په وخت د شپې دوه نيمې بجې د چاودنو څلور ساعته وروسته ورکړل شوی دی
د اسرايل دفاعي پوځ ويلي، "د استخباراتو په بنياد یې، د اسرایل پوځي الوتکو د ايران د ميزايلو هغه ځای په نخښه کړی، چرته چې ايران ميزايلې جوړولې او تېر کال یې په اسرايل داغلې وې".
اسرایل ويلي، "دغه ميزايلې د اسرايلي وګړو دپاره نېغ او فوري ګواښ وو، او د اسرايل ځواکونو د ايران هغه د ځمکې نه په فضا کې د میزايلو ویشتو د وړتيا اهداف هم په نخښه کړي، کومو چې د اسرايل د فضايي عملياتو ازادي محدوده ساتله".
د اسرايل د دفاعي پوځ وياند رېير اېډمرل ډېنيل هګاري خبريالانو ته ويلي، اسرايل په هوايي بريدونو کې اهداف ترلاسه کړي، خو فوري یې ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د امریکې د انتظامیې يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، اسرايل په ايران کې چاپېره د ابادۍ نه بهر علاقو کې کره پوځي اهداف په نخښه کړي.
امريکايي چارواکي ويلي، صدر او د ملي امنيت ټيم یې، په تېرو اوونيو کې د اسرايل سره په ګډه کار کړی او اسرايل ته یې د داسې بريد او ځای په نخښه کولو ويلي وو چې پکې د ملکي وګړو تاوان کم وي".
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د امریکې صدر جوبايډن او مرستيالې صدر کاملا هېرس ته د اسرايل لخوا په ايران د حملو په اړه احوال وړاندې کړل شوی، او نور هم خبر ساتل کيږي.
د امريکې د دفاع يو چارواکي ويلي، مونږ اسرايل ته د حملو کولو ویلي، خو مونږ په حمله کې لاس نه درلود.
د پېنټاګون ویاند مېجر جنرل پېټ رېډر ويلي، د امریکې د دفاع وزیر لوېډ اسټين د اسرايل د دفاع وزير يوو ګلېنټ سره د اسرايل لخوا په ایران د بريد په اړه خبرې کړي، او معلومات یې ترې ترلاسه کړي دي.
د اسرايل پوځ ویلي، د خالي په ورځ یې د ایران د بريدونو په ځواب کې هوايي بريدونه کړي دي.
ایران د اپرېل په مياشت کې په اسرايل د لسګونو په شمېره کې نېغې ميزايلې وېشتې وې. ایران ويلي وو، دغه ميزايلې یې د اسرايل د هغه هوايي بريد په ځواب کې کړې وې کوم کې چې په دمشق کې د ایران لوړ پوړی پوځي مشر وژلی وو.
د ایران انقلابي ځواک ویلي، د اکتوبر په لومړۍ نېټه یې په اسرایل د 200 پورې بېلسټک ميزايلې داغلې وې. ويلي یې وو، دغه بريدونه یې د ايران د بل پوځي مشر او حماس او حزب الله د مشرانود وژنو په بدل کې کړي وو.
امریکې، د ايران انقلابي ځواک، حزب الله او حماس ترهګر تنظيمونه ګرځولي دي.
امريکايي چارواکي ويلي، اسرايل نړۍ ته ښکاره کړه چې ځواب یې بشپړ کړو.
د اسرایل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د لومړي اکتوبر د ایران د بېلسټک ميزايلو د حملې وروسته خبرداری ورکړی وو چې ايران غټه غلطي کړې او قيمت به یې ورکوي.
د اسرايل او ایران ترمنځ تاو تريخوالی د اووم اکتوبر 2023م د حماس په اسرايل د حملو وروسته سېوا شوی دی، او د روانې مياشتې اکتوبر په لومړۍ نېټه چې ايران په اسرايل بېلسټک ميزايلې داغلې وې د هغې وروسته د شخړې سېوا کېدو ويره زياته شوې ده.
د رپورټونو ترمخه، متحده عرب اماراتو، قطر او پاکستان په ايران د بريدونو غندنه کړې ده.