د اسرایل پوځ د اتوار، یکشنبې په ورځ ويلي، شام کې یې ځمکني عملیات ترسره کړي، د شام يو وګړی یې نیولی په چا چې د ایراني شبکو سره د اړيکو تور دی کومې چې په سیمه کې د وسله والو ملاتړ کوي.
دا په په منځني ختيځ کې 13 مياشتې وړاندې د پيل شوې شخړې وروسته په شام کې د اسرايل لومړی عملیات دي، شام په سمدستي توګه د دې عملیاتو تایید نه دی کړی.
د اسرایل پوځ د چاپې وهلو يا عملياتو په اړه نه دي ويلي چې کوم ځای او کله یې ترسره کړي، خو د نيول شوي تن پېژندګلو یې د علي سلیمان العاصي په نوم کړې چې هغه د شام په جنوبي سیمه سعیده کې اوسېدو.
اسرایل ويلي دغه تن د اوږدې مودې نه د پوځ د څارنې لاندې وو او د هغو ایراني هڅو برخه وو چې د اسرایل لخوا نیول شوي د شام پولې ته نزدې د ګولان لوړو سیمو کې هدفونه په نخښه کوي.
اسرایل ويلي، نيول شوی تن د پلټنو دپاره اسرایل ته بوتلل شوی دی.
بل لور ته په شمالي غزه کې په یو روغتیايي مرکز هوايي برید شوی چرته چې ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکول کېدل، د هوايي برید له امله شپږ کسان ژوبل شوي، چې په کې څلور ماشومان شامل دي. فلسطیني چارواکو د بريد تور په اسرايل پورې کړی خو اسرایل یې رد کړی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت د مشر ډاکټر منیر البورش اې پي خبري ادارې ته ويلي، د خالي، شنبې په ورځ د شېخ رضوان کلینک باندې ډرون برید هغه وخت وشو، چې څو دقیقې وړاندې د ملګرو ملتونو یو پلاوي له دغه ځای څخه ووت.
د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره يونيسف، چې په ګډه د پوليو کمپېن پرمخ وړي، د بريد په رپوټ یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د یونیسف ویاندې روزالیا بولن ويلي، "د دې برید رپوټونه ډېر اندېښمنوونکي دي، ځکه چې شېخ رضوان کلینیک یو له هغو روغتیايي مرکزونو څخه دی چرته چې مور او پلار خپل ماشومان د پوليو څاڅکو دپاره بيايي".
د اسرايل د پوځ يو وياند لفټننټ کرنل نداو شوشاني ويلي، د اسرایل پوځ په مخصوص وخت کې دغلته بريد نه دی کړی.
د اسرایل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د اتوار، يکشنبې په ورځ د لبنان پولې ته سفر کړی، او ويلي یې دي چې د لبنان حزب الله وسله وال بې د کومې جنګ بندۍ د تړون باید له لیتاني سیند بلې خوا ته وشړل شي چې د ایران دغه ملاتړې ډلې ته اجازه ورنه کړل شي چې بیا وسلې ترلاسه کړي.
اسرايل په ختيځ لبان او غزه کې هوايي بريدونو جاري ساتلي او ويلي یې دي، د اتوار په ورځ د لبنان څخه په اسرايل کې 100 پروجکټايل ویشتل شوي ډېر پکې خراب کړل شوي او ځينې یې د ابادۍ نه بغېر علاقه کې غورځېدلي دي.
په غزه کې دغه جګړه وروسته له هغې پيل شوه چې تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه حماس په جنوبي اسرايل یو ناڅاپي برید وکړ. په دغه برید کې شاوخوا 1200 کسان ووژل شول، چې زيات یې ملکي وګړي وو، او شاوخوا 250 کسان تښتول شوي وو. په دغو يرغمال شوو کې نزدې 100 اوس هم به غزه کې دي او او ګمان کيږي درېمه برخه یې وژل شوي يا مړه شوي دي.
په غزه کې د صحت د وزارت په وینا، د اسرایل په ځوابي عملياتو کې تراوسه پورې د 43,000 نه زيات فلسطینیان وژل شوي دي. وزارت د وژل شویو کسانو په شمېر کې د ملکي او جنګیالیو ترمنځ فرق نه ښايي، خو وايي چې له نیمايي ډېر وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
امریکې او نورو لوېدیځو هېوادونو حماس او حزب الله ترهګرې ډلې ګرځولي دي.
د دې رپوټ ځینې معلومات د اې پي، ریټرز او اې اېف پي څخه اخستل شوي