په جورجیا کې په پارلیماني انتخاباتو کې د درغلیو پرضد یو ځل بیا زرګونو خلکو احتجاج کړی

په جورجیا- ګرجستان هېواد کې د مخالفه ډلو په زرګونو پلویانو د اکټوبر په 26م شوي انتخاباتو پرضد د ګل-دوشنبې په ورځ یوځل بیا د پارلېمان مخې ته احتجاج کړی. د مخالفه ډلو دغه احتجاج کوونکي دغه انتخابات غېرقانوني بلي او وایي واکمن ګوند د روس په مرسته په انتخاباتو کې شوي درغلیو د تورنو باوجو ګټونکی ګرځول شوی دی.

احتجاج کوونکو په لاسونو کې د جورجیا او یورپي یونین جنډې – بیرغونه نیولي وو او د نړیوال څار لاندې د نوي پارلیماني انتخاباتو اوانتخاباتو کې شوي بې نظمیو د تحقیقاتو غوښتنه یې کوله.

د اپوزیشن مشرانو ویلي چې د پارلېمان دغونډو به بایکاټ وکړي او تر هغه به خپل احتجاجونو جاري ساتي ترڅو د دوی غوښتنې نه وي منل شوې.

جورجیا – ګرجستان نزدې 3.7 میلینه ابادي لري او په جنوبي قفقاز سیمه کې د روس او ترکي ترمنځ موقعیت لري.

د جورجیا مرکزي الیکشن کمېشن ویلي چې جورجین ډريم پارټۍ شاوخوا 54 في صده - سلنه رایې ګټلي دي. جورجین ډريم پارټۍ مشرانو په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د اپوزیشن دعوې رد کړې.

د جورجیا صدر سلوم زورابېچولي سرکاري نتیجې رد کړې، هغه ویلي دي چې جورجیا په یورپي یونین کې شاملیدو له وجې د مسکو له فشارونو سره مخامخ شوی دی. زورابېچولي چې د صدر په رسمي منصب ناست دی ، له امریکا او يورپي اتحادیې وغوښتل چې د احتجاج کوونکو ملاتړ وکړي.

امریکایي او یورپي اتحادیې چارواکو د انتخاباتو مکمل پلټنو غوښتنه کړې، مسکو په انتخاباتو کې د مداخلې تورونه رد کړي.

جورجین ډريم پارټي د 2012 کال راهیسې په واک کې ده، د پیسه دار ارب پتي بېجینا ایوانشویلی لخوا جوړه کړل شوې.

د یورپي یونین انتخابي څارونکو ویلي دغه انتخابات په "تقیسم کوونکي" ماحول کې شوي. دوی زیاتوی رشوت، دوه ځل ووټ اچونې او جسماني تشدد پیښې پکې ترسره شوې. دغه څارونکو وویل چې په ځانګړې توګه په کليوالو سیمو کې د رایه اچونکو د ډارولو او نورو سرغړونو پیښې شوي دي.