په لبنان کې د حزب الله او اسرایل په جګړه کې د وژل شوو کسانو شمېر د 3,000 نه اوښتی دی

اسرایل وايي په وژل شوو کې د حزب الله سلګونه غړي هم شامل دي. هغه د دې ډلې مشر حسن نصرالله او څو نور جګپوړی کمانډارنو په وژلو کې هم بریالی شوی.

د اسرایل او حزب الله تر منځ 13 میاشتو نه روانې جګړه کې د ګل- دوشنبې په ورځ په لبنان کې وژل شوو کسانو شمېر د 3,000 نه اوښتی دی . د وژل شوو کسانو شمېر کې اضافه د روان کال د سېپټمبر میاشتې په نیمایي کې په جګړه کې زیاتوالي او د اکتوبر په اول نیټه د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرایل د برید وروسته شوې ده.

د لبنان د صحت وزارت ویلي چې تر 13،000 زره زیات کسان رخمیان شوي هم دي. په دې ورکوټي هېواد کې تر یو میلینه ډیر خلک بې ځایه شوي هم دي.

اسرایل وايي په وژل شوو کې د حزب الله سلګونه غړي هم شامل دي. هغه د دې ډلې مشر حسن نصرالله او څو نور جګپوړی کمانډارنو په وژلو کې هم بریالی شوی.

د اسرایل د وزیر اعظم د دفتر ترمخه د حزب الله راکټي او ډرون بریدونو کې د 30 پوځیانو په ګډون 72 کسان وژل شوي دي.

په عین حال کې د لبنان سرکاري خبري ادارې د ګل-دوشنبې په ورځ ویلي چې د لبنان موقتي وزیر اعظم نجیب میقاتي د اسرایل سره د جګړې د ختمون ، د ملکي خلکو او طبي ټیمونو د بریدونو نه د ساتنې او همدارنګه د هېواد کلتوري میراث د ساتنې دپاره "د فوري نړیوال دباو" غوښتنه کړې.

اسرایل په صور او بعلبک په لرغونو ښارونو هوايي بریدونه کړي چې په دغه ښارونو کې لرغونو اثارو ته د نقصان رسیدو خطر پیدا شوی دی.

نجیب میقاتي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو مستقل غړو، برتانیا، چین، فرانس، روس او امریکا او د یورپي یونین د سفیرانو سره پر وضعیت خبرې کړي.

د لبنان ګاونډي شام کې سرکاري خبري ادارې د دمشق په جنوبي برخه کې د اسرایل هوايي برید خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه برید کوم ځاني تلفات نه دي اړول شوي. د اسرایل پوځ ویلي هوايي پوځ یې په شام کې د حزب الله د استخباراتو مرکزونه په نخښه کړي دي.

د غزې په شمال کې د بېت لاهیا په ښارګوټي کې د ګل - دوشنبې په ورځ د اسرایل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه 12 تنه فلسطینیان وژل شوي دي. اسراییل وايي د غزې په شمالي سیمو کې د حماس وسله وال بیا منظم کیږي او د پاتې اوسیدونکو دپاره یې د وتلو امر کړی او په جبالیا، بېت حانون او بېت لاهیا یې بریدونه زیات کړي دي.