په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر: په لبنان کې د ډزبندې خبرې "پر مخ روانې" دي

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ډیني ډېنن زیاته کړه چې اسرایل به د هر ډول لوظنامې له مخې د لبنان پر جنوبي سیمو د برید صلاحیت برقرار ساتي. (فایل فوټو)

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ډیني ډېنن د ګل، دوشنبې په ورځ وي او اې ته ویلي چې د ایران پلوه وسله والې ډلې لبناني شیعه ملېشې حزب الله سره د ډزبندۍ دپاره خبرې "پرمخ روانې " دي، خو تر اوسه "مکملې" شوې نه دي.

ډیني ډېنن زیاته کړه چې اسرایل به د هر ډول لوظنامې له مخې د لبنان پر جنوبي سیمو د برید صلاحیت برقرار ساتي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې وړاندې د اسرایل سفیر ډیني ډېنن وویل چې هغه تمه لري چې د ګل، دوشنبې یا نهې ،سه شنبې په ورځ به د اسرایل کابینه د ډزبندې د لوظنامې په اړه خبرې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ډیني ډېنن وویل : ” مونږ به د خبره یقیني کوو چې مونږ د هر هغه ګواښ د ختمولو صلاحیت ولرو چې په جنوبي لبنان کې ورسره معامله نه کیږي. زه امید لرم چې د لبنان پوځ به په راتلونکي کې د دې خبرې وړتیا ولري ، خو که دوی ناکامه شي نو مونږ به موجود یو. “

په عین حال کې د لبنان د پارلیمان ډپټي سپیکر الیاس بو صاب ویلي، چې د امریکا لخوا د وړاندیز شوي ډزبندۍ لوظنامې د عملي کېدو پر وړاندې کوم لوی خنډ نه شته.

د دغه لوظنامۍ ترمخه به په 60 ورځو کې د اسرایل پوځ د جنوبي لبنان نه بهر ووځي او د لبنان پوځ به پرځاې کولی شي.

د پېنځه ملکونو کمیټي چې مشري یې امریکا کوي او فرانس هم پکې شامل دی به د دې عمل څارنه کوي.

بلخوا اسرایلي ځواکونو د ګل، دوشنبې، په ورځ د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتي علاقه کې بمباري وکړه. د بمبارۍ نه مخکې اسرایل مقامي خلکو ته سیمې نه د وتلو خبرداری ورکړی و.

ځایي اوسېدونکو ته خبرداري کې اسرایلي پوځ وویل د حزب الله وسله وال په حاره حریک سیمه کې فعاله دي. د دې لږ وخت وروسته د دوو حملو وروسته د سیمې نه لوګې پورته کېدل.

د اسرایلي پوځ ترجمان وویل په حملو کې د حزب الله د عسکري کمانډ مرکز په هدف کړی شوی.

د اسرایل د تازه حملو نه یوه ورځ مخکې حزب الله په اسرایل د 250 راکټونو او په هوا کې د تلونکو نورو شیانو حمله وکړه. حزب الله دغه حمله د اسرایل د هغه برید په جواب کې وکړه چې په بېروت کې يې 29 تنان وژلي وو.

د حزب الله حملې د اسرایل په مرکز کې تر تل ابیب رسېدلې و او اووه کسان يې زخمي کړل. په کال ۲۰۲۳ کې د اسرایل او د حزب الله جګړه د شروع کېدو راهسې په اسرایل دا د ډلې د ټولو نه لویه حمله ګڼل کېږي.


د جګړې د وجې یو بشري ناورین رامینځته شوی دی چې په لاکونو خلک یې بې کوره کړي دي.

د ګل، دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام )(ډبلیو اېف پي) وویل چې د جګړې د پیل راهیسې یې په لبنان کې د نیم میلینه نه زیاتو خلکو ته بیړنۍ مرستې رسولې دي. ډبلیو اېف پي وویل چې پلان لري د یو میلینه خلکو ته ورسیږي او اغیزمنو ټولنو ته ضروري مرستې ورسوي.

امریکې، برطانيې، یورپین یونین او ځينو نورو ملکونو د ایران حمایت یافته حماس او حزب الله، ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.