د اسرايل او لبنان د وسله والې ډلې حزب الله ترمنځ د شورو، چهارشنبې په ورځ جنګ بندي پيل شوې ده، د دواړو خواو ترمنځ د نهې، سه شنبې په ورځ د جنګ بندۍ تړون شوی وو.
د اې پي خبري ادارې ترمخه، د لبنان پايتحت کې د جنګ بندۍ په تړون خوشالي نمانځل شوې او د شورو په ورځ د جنګ بندۍ پيل کېدو وروسته کومه سرغړونه نه ده شوې.
خو اسرايل خبرداری ورکړی، که د حزب الله لخوا حمله وشوه، نو د جنګ بندۍ تړون به مات کړل شي.
د جنګ بندۍ لاندې په لومړو دوو میاشتو کې به حزب الله په جنوبي لبنان کې خپل وسله وال فعاليتونه ختموي، او د اسرايل پوځونه به د لبنان سرحدي سيمو پله ځي.
د لبنان د زرګونو په شمېره کې عسکر او د ملګرو ملتونو امن دستې به په جنوب کې په ځای کولی شي او د امریکا په مشرۍ يو پېنل به د حالاتو جاج اخلي.
د اسرایل د پوځ يو وياند په اېکس باندې عربۍ ژبه کې پوسټ کړی او ويلي یې دي، د جنوبي لبنان څخه بې ځايه شوي خلک دې فوري خپلو کورونو ته بيرته نه ستنيږي ځکه پوځ لا هم په ځای دی.
د لبنان يو ځايي چارواکي ويلي، د شورو په سهار جنګ بندي پيل شوې خو يوه ورځ وړاندې اسرايل په بيروت کې څو فضايي بريدونه کړي لږ تر لږه 42 کسان پکې وژل شوي وو.
د اسرايل او حزب الله ترمنځ جنګ بندۍ په تړون کې د غزې ذکر نشته چرته چې د فلسطيني وسله والې ډلې حماس او اسرايل ترمنځ جګړه روانه ده.
د اسرايل امنیتي کابينې د امریکې او فرانس لخوا د جنګ بندۍ د تړون منظوري ورکړې ده.
د اسرايل د وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو دفتر ويلي، هغه د امریکې د صدر جوبايډن سره خبرو کې جنګ بندۍ ته ښه خبر ويلي دي.
د صدر بايډن انتظامیې په غزه کې هم د جنګ بندۍ دپاره د اوږدې مودې راهسې هڅې وکړې خو تراوسه دغه خبرې نه دي کاميابې شوي.
د امریکې نوي منتخب شوي صدر ډانلډ ټرمپ اشاره ورکړې چې په منځني ختيځ کې به امن بيرته په ځای کړي، خو دا یې نه دي ويلي چې دا به څنګه کيږي.
د جنګ بندۍ وروسته د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو په ټيلي ويژن وينا کې ويلي، د حزب الله سره جنګ بندي به حماس يواځې کړي او دوی [اسرايل] ته به د خپل اصل دښمن ايران پله د توجه اړولو موقع په لاس ورشي.
هغه ويلي، که حزب الله تړون مات کړو او بیا یې د وسله وال فعاليت هڅه وکړه، نو دوی به یې په نخښه کوي او پرضد به یې کله کارروايي وکوي.
د لبنان د صحت د محکمې چارواکو ترمخه په تيرو 13 مياشتو کې د اسرایل په لبنان حملو کې د 3760 نه زيات کسان وژل شوي چې پکې په غټه شمېره کې ملکي وګړي شامل دي او د بمبارۍ له امله د 12 لکو څخه زیاته ابادي اغېزمنه شوې ده.
اسرايل دعوه کوي، په جګړه کې یې د حزب الله د دوو زرو څخه غړي وژلي دي.
په لبنان کې ځمکنو عملیاتو کې د اسرايل د 50 څخه زیات پوځيان وژل شوي دي، او د حزب الله د عملياتو له امله د اسرايل په شمالي سيمو کې خواوشا 50زره کسانو خپلې علاقې پرېښودې دي.
د حزب الله په راکټ حملو کې څو ځله راکټې په تل ابيب کې هم غورځېدلې دي.
د دې خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي