فرانس: د عدم اعتماد د تحریک کاميابېدو وروسته وزيراعظم استعفا ورکړې

فرانس کې د عدم اعتماد تحریک کامیاب شوی، او وزيراعظم مچل برنير په استعفا ورکولو مجبور شوی دی.

د کال 1962م وروسته په لومړي ځل د عدم اعتماد تحریک کامیاب شوی دی.

د بجټ پيل کېدو نه وړاندې د شخړې وروسته په ملک کې د ښي اړخه او کيڼ اړخه ګوندونو سره تعلق لرونکو د پارلیمان غړو په ګډه د شورو، چهارشنبې په ورځ د عدم اعتماد په حق کې فيصله کړې ده.

د فرانس په اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د قرارداد په حق کې 331 ووټونه ورکړل شوي دي، د عدم اعتماد د کاميابۍ دپاره د 288 ووټونو ضرورت وو.

په فرانس کې د يورپي يونين لخوا د قرضونو د بوج کمولو دپاره فشار وو، سږ کال د ملک خساره د مجموعي قامي پيداوار شپږ فيصده ته رسېدو ویل شوي دي.

څيړونکي وايي، که د فرانس حکومت سخت اقدامات پورته نه کړل، نو خساره یې راتلونکي کال د اووه فيصدو پورې سېوا کېدی شي.

او د سياسي بې ثباتۍ په نتيجه کې په فرانس کې شرحه سود کې د اضافي له امله په اقتصاد فشار نور سېوا کېدی شي.

صدر ايمانويل ميخوا ويلي، چې هغه به د کال 2027م پورې خپله د صدارت موده پوره کوي، خو هغه ته د جولاي په میاشت کې د ايين ساز اسمبلۍ د انتخاباتو وروسته په دويم ځل د وزيراعظم ټاکلو ضرورت وي

د خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي