امریکا: په شام کې د خلکو د خوښې نوی حکومت جوړېدل غواړو

د امریکې د صدر جوبايډن انتظاميې ويلي، په شام کې د بشارالاسد د حکومت د نسکورېدو وروسته د ټولو ياغي ډلو سره په تماس کې يُو.

د بايډن انتظامیې ترمخه، امریکا غواړي چې په شام کې نوی حکومت د دغه هيواد د خلکو په خوښه جوړ شي.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کربي د وي او اې ترک څانګې ته ويلي، امريکا غواړي چې په شام کې هر حکومت جوړيږي د ولس په خوښه دې جوړ شي.

په شام کې د بشارالاسد د حکومت نسکورېدو وروسته د [هېت تحرير الشام] په اړه جان کربي ويلي، د القاعده څخه جلا شوي تنظيم او مشر په اړه به یې څه ويل د وخت نه مخکې وي چې هغه خپل نظريات بدل کړي دي.

د هېت تحریر الشام او مشر یې محمد الجولاني امریکې د ترهګرو په نوملړ کې شامل دي.

د اسرايل لخوا په شام او ګولان غرونو کې د حملو په اړه جان کربي ويلي، اسرايل به په شام کې د خپلو حملو په اړه په خپله معلومات شريکوي، او د خپلې دفاع حق لري.

هغه ویلي، اسرايل د ځان په اړه ځينې خطرې محسوسوي، په شام کې د کيميايي وسلو د موجودګۍ امکان او په ممکنه توګه د کارولو اندېښنه یې شته.

د هېت تحریر الشام او مشر د حکومت جوړولو په اړه کربي زياته کړې، کتل به وي چې هغه د ښه واکمنۍ دپاره کوم ډول اقدامات کوي.

د نوموړي په خبره، الجولاني اوس هم د ترهګرو په فهرست کې دی، خو که څوک هم مشري ترلاسه کوي، امریکا غواړي چې په راتلونکې کې د شام ولس د ووټ د لارې د حکومت انتخاب وکړي او د خپل غږ پورته کولو حق لري.

د شام په شمال کې د کردانو د ازاد رياست په حواله د ترکي د اندېښنو په اړه یې ويلي، چې د ترکي د خپلو خلکو د خونديتوب دپاره اندېښنې جايزې دي، امریکا د ترکي سره په رابطه کې ده.

د کرد ځواکونو په اړه نوموړي ویلي، په شام کې د داعش خلاف عملياتو کې د سيریين ډېموکرېټک ځواکونو مرسته شوې ده.

د بشارالاسد د حکومت د خاتمې وروسته د امریکې نوي منتخب صدر ډانلډ ټرمپ ويلي، امریکې له په شام کې لاسوهنه پکار نه ده.

کربي ویلي، دا وخت د امریکې په قامي ګټو کې دوه معاملې مهمې دي، يو په شام کې په پرامنه توګه د واک انتقال او په شام کې د خلکو په مشرۍ يو جایز حکومت جوړول دي.

هغه ويلي، بله خبره د امریکې د ملي امنیت په ګټه کې دا ده چې داعش بيا د 2014م په څېر سر راپورته نه کړي او په شام کې د موجوده حالاتو څخه ګټه پورته نه کړي.

د ایران په اړه نوموړي ویلي، د تهران د مزاحمت مرکز لا په ځای نه دی پاتې، په ډېرو ځايونو کې ختم شوی دی، په پوځ او نور توان کې یې کمی راغلی دی، په سيمه کې د ماتې سره مخ دی او د خپلو ارادو ممکنه کولو قابل نه دی.