امریکې ويلي، د روس د جنرل په وژنه کې لاس نه لري

امریکې د نهې، سه شنبې په ورځ ويلي، د روس د لوړ پوړي افسر په وژنه کې لاس نه لري، د چا د وژنې دعوه چې اوکراين کړې ده، خو امريکې د دغه افسر د ظلمونو غندنه کړې ده.

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتيو ميلر د روس د پوځ د اېټمي، کیمیاوي او بیالوجيکل وسلو د څانګې مشر لېفټينېنټ جنرل ایګور کېرېلوف د وژنې په اړه ويلي، "زه تاسو ته په دغې اړه ويلی شم چې امریکا په دغې اړه د وړاندې څخه خبر نه وه، او په دې کې لاس نه لري".

خو ميلر له دې وړاندې د امریکايي اندازو په اړه خبرو کې ویلي، کېرېلوف څوک چې دا وخت د روس په پوځ کې تر ټولو لوړ رتبه تن وو، کله چې ماسکو په اوکراين حمله کړې وه، هغه د جګړې په ميدان کې د فساداتو قابو کوونکو کېمېکل ايجنټانو د کارولو حکم کړی او د کيمياوي کنونشن سرغړونه یې کړې وه.

میلر ویلي، "هغه يو داسې جنرل وو چې په ډېرو ظلمونو کې یې لاس لرلو، هغه د اوکراين د پوځ پرضد د کيمياوي وسلو په کارولو کې ککړ وو".

د روس د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخروف د اوکراين په لويديځو اتحاديانو تور لګولی چې په ماسکو کې په بې رحمه قتلونو کې د اوکراين همکاري کوي.

يو امریکايي چارواکي له دې وړاندې د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، امریکا په دغې اړه د وړاندې څخه معلومات نه لرل او نه په داسې ډول هلوځلو کې مرسته کوي او نه یې اجازت ورکوي.

د روس د رېډيو اېکټيو، کېمېکل او بايالوجېکل ډیفنس دپاره د ځانګړي ځواک مشر لفټننټ ايګور کېرېلوف د نهې، سه شنبې په ورځ په پايتحت ماسکو کې د صدر د سرکاري کور کرېملن څخه په شپږنيم کلوميټره کې لرې د يوې ودانۍ نه بهر په بم چاودنه کې وژل شوی دی.

رویټرز خبري ادارې ويلي، بارودي مواد په يو الېکټرک سکوټر کې پټ کړل شوي وو. د روس پلټنيزې کمېټۍ ویلي، په چاودنه کې جنرل ايګور کېرېلوف او مرستيال یې وژل شوي دي.

برتانيې دوه میاشتې وړاندې په ياد روسي جنرل او د هغه لاندې کار کوونکي ځواک باندې بنديزونه لګولي وو.

د دې خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي