کراچۍ: نېب د ملک رياض ضد د ځمکو د غېر قانونه انتقال په اړه نوې عريضه کړې

د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) د ځمکو د کاروباري تن بحريه ټاون مالک ملک ریاض، د هغه د زوي، د سيند صوبې پخواني وزيراعلا او نورو 30 کسانو ضد احتساب عدالت ته د ځمکو د غېر قانونه انتقال او قامي خزانې ته د تاوان اړولو په اړه عریضه، رېفرنس جمع کړی دی.

نېب په عریضه کې تور لګولی، ملک رياض او نورو کسانو د بحريه ټاون کراچۍ دپاره ځمکه قبضه کړې، او قامي خزانې ته یې د 700 اربه روپو نه زيات تاوان اړولی دی.

د احتساب عدالت عریضه، رېفرنس د اورېدنې دپاره منظور کړی او تورنو کسانو ته یې نوټسې جاري کړي دي.

د نېب په عریضه کې د ملک ریاض سره د هغه د زوي، د سيند صوبې پخواني وزيراعلا قايم علي شاه، د سيند صوبې د بلدياتو او اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن او ځينې سرکاري چارواکو نومونه شامل دي، په دوی تور لګول شوی، په غېر قانونه توګه یې ځمکه د بحریه ټاون کراچۍ په نوم کړې ده.

د بحریه ټاون کراچۍ د ځمکې په اړه سپريم کورټ ته په جمع کړل شوي يو رپورټ کې ويل شوي وو، بحریه ټاون د نزدې 17,000 اېکړه ځمکې په ځای نزدې د 20,000 اېکړه پورې ځمکه باندې ودانۍ کړي دي.

سپريم کورټ بيا په دغه قضيه کې د کال 2023م د نومبر پورې بحریه ټاون ته د 460 اربه روپو جرمانې جمع کولو حکم کړی چې بحریه ټاون به پکې هر کال 166اربه او 25کروړه روپۍ جمع کوي، خو د رپورټونو ترمخه بحریه ټاون پکې يواځې 24 اربه او 26 کروړه روپۍ جمع کړي دي.

په کراچۍ کې د بحریه ټاون دپاره د ځمکې په غېر قانونه توګه ترلاسه کولو په لړ کې پلټنې د کال 2015م په وروستيو کې پيل کړل شوې وې.

د تېرې دسمبر د میاشتې په وروستیو کې د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) په يوه خبر پاڼه کې د بحریه ټاون مالک ملک رياض حسېن په اړه خبرداری ورکړی وو، ملک رياض او نوروکسان د ټګۍ ټورۍ په قضيو کې د پلټنو لاندې دي، خلک دې د بحریه تاون د دوبۍ په پروجېکټ کې پانګونې نه کوي.

نېب ويلي وو، د ملک ریاض د دوبۍ په پروجېکټ کې پانګونې کول به مني لانډرنګ يا په غېر قانونه توګه د پيسو انتقال ګرځولی شي، د پاکستان حکومت د ملک ریاض په اړه د متحده عرب اماراتو د حکومت سره په رابطه کې دی چې پاکستان ته یې حواله کړي.

ملک رياض د 190 پاونډونو قضيه کې د پاکستان عدالتونو مفرور ګرځولی دی.

په 17مه جنورۍ اسلام اباد کې د احتساب عدالت د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ته د 190 ميلينه پاونډونو، القادر ټرسټ قضيه کې د 14 کالو بند او بشرا بي بي ته د اووه کالو بند سزا اورولې وه.

ملک رياض د نېب لخوا پرون په 21مه جنورۍ د خپرې شوې خبر پاڼې په غبرګون کې په اېکس پوسټ کړی او ويلي یې وو،، پرون یې هم فيصله وه او نن هم ده، چې څومره کولی شئ ظلم وکړئ، ملک رياض به ګواهي ور نه کړي.

هغه ويلي، ملک رياض به د چا پرضد استعمال نه شي او نه بدنامه کړل شي.

نېب ويلي، د بحريه ټاون د مالک ملک رياض خلاف د سرکاري او شخصي ځمکو د قبضو کلک شواهد موجود دي. چې کراچۍ، پېنډۍ، پېښور، جامشورو کې ځمکې قبضه کړي دي.

ملک ریاض د القادر ټرسټ ‏او ‏‎190‎‏ ميلينه پاونډونو په مقدمو کې اشتهاري ګرځول شوی او عدالت د هغه د جايدادونو ضبط کولو حکم هم کړی دی.