په پاکستان کې استعماري قوانين ژوندي دي : منظور پښتين

د پښتنو د بشري حقونو لپاره د بې وسلې تحریک پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظورپښتين بلوچستان صوبې ته په خپل سفر بندېز د استعماري دور تگ لاره بللې ده. هغه په خپل ټويټر ليکي:

"بلوچستان صوبې ته زما په داخلېدلو پابندي د پاکستان هغه زړه استعماري تگ لاره ده چې د پښتنو تگ راتگ یې محدوده ساتلو"

ښايي منظورپښتين په خپل ټویټ کې د حکومت گام په تاريخي توگه په پخواني هند کې دځايي اذادۍ غوښتونکو خلاف د انگریز حکمران د قانوني چلن سره برابر کړی وي.

د منظور پښتين د ټویټ نه وړاندې یو خبریال اسد هاشم په خپله ټویټر پاڼه ليکلي وو چې د بلوچستان صوبايي حکومت د حقونو لپاره د عدم تشدد دتحریک دمشر صوبې ته په داخلیدلو پابندي ولگوله.

د پاکستان دايئن څوارلسمه ماده اولس ته د سیاسي هلو ځلو او وینا اذادي ورکوي خو فعالين وايي دايئن دغه مادې تش د نوم د پاره دي او په هیواد کې اوس هم د استعماري دور قوانين کارول کیږي.

د بلوچستان حکومت په ښاغلي پښتين صوبې ته د داخلیدلو د تازه پابندۍ اعلان د سرکاري رخصتۍ یعني اتوار په ورځ کړی وو.

هم په دغه ورځ په پېښور کې د پي ټي ایم په جلسه کې ښاغلي پښتین بلوچستان ته د ورتگ اعلان کړی وو.

د صوبې د داخله چارو وزير ضیالله لانگو مشال ریډیو ته په یوه مرکه کې ويلي دي چې په منظور پښتين یې پابندي ځکه ولگوله چې هغه په صوبه کې د فساد جوړولو کوښښ کوي.

خو منظور پښتين وايي ددې هر څه مقصد دا دی چې د پښتنو تگ راتگ محدوده وساتل شي. هغه تور لگولی دی چې پښتانه په پاکستان کې په پوځي او سیاسي تسلط کې ساتل کیږي. هغه په ټویټر لیکي:

" د پښتنو په خاوره د سیاسي او د پوځي تسلط لپاره بهانې لټول کیږي"

هغه دا هم ليکلي دي بې د پوځه بل هیڅو ک د یو بل سره رابطې نه شي ساتلی.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور تېرکال د دسمبر په میاشت کې ويلي وو، پي ټي ایم د عدم تشدد په لار روان تحریک دی او دوي خواهش لري چې د پي ټي اېم مشرتابه د خپلو خلکو د گټې دپاره د حکومت سره خبرې وکړي.

هغه د يو شخصي ټي وي سره په مرکه کې ويلي وو چې د پي ټي اېم درې غوښتنې وې، د ماینونو پاکول، د چیک پوسټونو کمول او د بې درکو خلکو موندل، چې وایي ځینې پوره شوي او پر ځینو کار روان دی.

خو نوموړي بیا ورستو ويلي وو اوس دا تحریک پر داسې خوا روان دی چې که تر "سرې کرښې" تېر شي نو پوځ به یې په ضد له زوره کار واخلي.

په 16م دسمبر کال 2014 کې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د طالبانو په خونړۍ حمله کې د سکول 141 ماشومانو وژل کیدلو ورستو د پاکستان حکومت د ترهگرۍ د مخ نیوي لپاره د نیشنل ایکشن پلان یا د ترهگرۍ په ضد د ملي تگ لارې اعلان کړی وو. ددغه اعلان په وخت پوځ ويلي وو چې د هیواد په ضد د پاسیدونکو په ضد یې سره کرښه راښکلی ده.

په سر ښار اسلام اباد کې قانون دان بیرسټر مسرور شاه وي او ای ډیوه ته ويلي دي د ترهگرۍ په ضد پاکستاني اقدامات مصنوعي دي. هغه وايي تیر کال تندروه ډلې تحریک لبیک په اسلام اباد او پنډۍ ښارونو کې تر دوه میاشتو پورې پرلت وهلې وو او په ښکاره یې د ترهگرۍ گواښونه کول خو په ضد یې د ترهگرۍ مقدمې نه جوړیدلې.

د نیشنل ایکشن پلان نه پس په شمالي وزیرستان کې پوځ د طالبانو خلاف د ضرب عضب په نوم مشکوک عملیات کړي وو خو د هیواد په پنجاب صوبه کې یې د تندروو ډلو په خلاف هيڅ گامونه نه وو اخستي.

د حکومت د ترهگرۍ په ضد د تگلارې ناقدين وايي د پنجاب په سرښار لاهور او مرید کی سیمه کې د تندروه ډلې جماعت الدعوه مرکزونه فعاله دي او مشران یې په هیواد کې جلسې جلوسونه کوي.

لشکر طیبه تندروه ډلې په کال 2018 کې د پاکستان په عمومي انتخاتو کې د ملي مسلم لیگ په نوم برخه هم اختسې وه.

دپاکستان دکورنیو چارو مرستیال وزیر شهریار افریدي څو ورځې وړاندې په ټوئټر لیکلي وو چې دناقانونه گرځول شوو ډلو په ضد عملیات د ترهگرۍ په ضد د کال 2014 ملي تگلارې سره سم روان دي.