په اباسین کې په ډوبې شوې کښتۍ کې 24 مړي لا نه دي موندل شوي، لټون روان دی: ناظم شانگله

په دریمه جولاي په اباسین کې د ډوبې شوې کښتۍ 24 مړي لا بې درکه دي. د شانگلې ناظم نیاز احمد وي او ای ډیوه ته ويلي دي په اباسین کې د 24 لادرکه شوو مړو لټون عملیات روان دي.

په 24 لا درکو کسانو کې 8 د تور غر د8 هري پور او 8 د شانگلې دي.

په کښتۍ کې ټول 47 کسان سواره وو او د جولاي په 3 مه نیټه ډوبه شوې وه. د ناکوا یا کشتيبان په گډون 19 کسان په هغه پېښه کې ژندي پاتې شوي وو.

د ناظم تر مخه تر اوسه د 4 کسانو مړي موندل شوي دي.

د چارواکو تر مخه په اباسين کې نن سبا د اوبو ډېر زور دی او په امدادي کارونو کې ډېر مشکلات دي

د پوځ نه علاوه ځايي خلک هم هڅې کوي چې په اوبو کې د ډوبو شوو مړي ولټوي

دا کښتۍ چې په اباسين کې ډوبه شوې د شانگلې نه هري پور ضلعې پله روانه ده او د چارواکو په وېنا په دې کشتۍ کې زياتره د شانگې او تورغر ضلعې سره تعلق لرونکي کسان سواره وو.

نیاز احمد وویل چې په اینده کې د دا قسمه حادثو نه بچ کیدلو د پاره قوانين جوړوي چې په اوبو کې د سفر په وخت احتیاتي تدابير وکړی شي او د کښتیو تکنيکي څار هم وشي.

د شانگلې د ناظم نیازاحمد سره د وي او ای ډیوه په واشنگټن کې کوربه رحمان بونيري په ټليفون مرکه کړې ده تاسو یې په لانديني لينک اوریدی شئ​

Your browser doesn’t support HTML5

په اباسین کې په ډوبې شوې کشتۍ کې 24 کسان لا نه دي موندل شوي، لټون روان دی ناظم شانگله