پاکستان د اېف ای ټي اېف د تور فهرست نه ځان ساتلو لپاره گامونه اخلي: رپورټ

خبري اداره ایسوسي ایټیډ پریس وايي پاکستان د پېسو د غیرقانونه انتقال دمخ نیوي ادارې ایف ای ټي ایف د تور فهرست نه د بچ کیدلو لپاره گامونو پورته کولو ته تیار شوی دی.

خبري اداره وايي د پاکستان د حکومت درې چارواکو ورته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې د مشکوکو وسله والو د بینکونو د حساب کتاب لاره به د زمکې، سمندر، او دهوا د لارې نیسي.

د پاکستان نوم داېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې د روان کال د فرورۍ په مياشت کې شامل شوې وو.

پاکستان ته ویل شوي وو چې د نړیوال تر هگر گرځول شوي مذهبي مشرحافظ سعيد د غیر قانونه حساب کتاب د پلټنو نه علاوه د ځینې نورو تندروه ډلو په ضد کلک گامونو واخلي او په قانوني او ادارتي انتظاماتو کې نيمگړتياوې ختمې کړي. د پاکستان نه د ویړیا کار کوونکو ډلو د څار دپاره هم د اوسني قانوني نظام بدلولو غوښتنه شوې وه.

ادارې ويلي وو چې په غېر قانوني لاره د پېسو لېږلو يا مني لانډرنگ د مخنيوي په لړ کې هم کمی دی او په تورخم او چمن کې یې د پیسو د ورکړې راکړې د آذاد او غېرقانونه کاروبار تړلو سپارښتنه کړې وه. ایف ای ټي ایف د تورخم او چمن نامې کیدی شي ځکه اخستې وي چې دواړه ښارونه د افغانستان په سرحد پراته دي. او کیدی شي وجه یې دا وي چې دغلته مشکوک ترهگرې ډلې د پیسو په ورکړې راکړې کې لاس لري.

اېف ای ټي اېف دا هم ويلي وو چې په ځيني برخو کې قانون موجود دی خو د مالي بهير د کمولو دپاره کوم عملي نظام نشته، او دغه شان د ځمکو په کاروبارونو کې هم دا کار عام دی او د غټو کاروباريانو معاملات هم د قانوني چوکاټه بهردي.

پاکستان به خپل رپورټ د راروان کال د جنورۍ په میاشت کې ایف ای ټي ایف ته وړاندې کوي.

که پاکستان په دغه گامونو اخستلو کې کامیاب نه شو نو په تور فهرست کېد اچولو د خطر سره مخ کیدی شي د کوم له امله به چې پاکستان نه يواځې په معاشي توگه نور کمزوری کیدی شي بلکې په نړيواله کچه بدنامیدلی شي

پاکستان د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې هم د ترهگرو د مالي لارو د نه تړلو په تور په خړ فهرست کې شامل شوی وو.

اېف ای ټي اېف د ۳۷ غړو هېوادونو سازمان دی کوم چې په غېر قانوني توگه د پېسو لېږلو او ترهگرۍ سره اړونده مالي مرستو د مخنيوي او نړيوال مالياتي نظام ته ورپېښو خطرو څخه بچ کولو دپاره په ۱۹۸۹ کې جوړه کړی شوی وو.