د ایف ای ټي ایف په خړفهرست کې د موجودگۍ په وجه پاکستان هر کال 10 بیلینه ډالره تاوان کوي

د ایف ای ټي ایف په خړفهرست کې د موجودگۍ په وجه پاکستان هر کال لس بیلینه تاوان کوي

په لاهور کې د مطبوعاتو سره د خبرو په وخت هغه وویل د پاکستان نوم د ترهگرو د مالي سرچينو د څار ادره يا ايف ای ټي ايف لخوا د ملک نوم په خړ نوملړ کې اچولو د ملک په اقتصادي حيثيت ډېرې بدې اغېزې کړي دي.

د هغه په خیال د دوی حکومت کوښښ کوي چې د پاکستان نوم د خړ لېسټ نه بهر کړي.

خو د پاکستان وزير اعظم عمران خان تېرو ورځو کې ميډيا ته ويلي وو پاکستان له د ترهگرو ډلو خلاف کوټلي گامونه پورته کول پکار دي او که داسې ونه شول او د پاکستان نوم د خړ نوملړ نه تور نوملړ ته واوړېدلو نو دا به ډېره لوی زيان وي.

فنانشل ایکشن ټاسک فورس (ایف ای ټي ایف) ذیلي تنظیم ایشیا پیسفیک ګروپ (ای پي جی)دپاکستان له اړخه د ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو په ضد اخستل شوي ګامونه ناکافي ګڼلي اؤ په دې یې سخته اندېښنه ښودلې ده .

ای ټي‌ایف تیرکال دناقانونه پیسو اؤ دترهګرو دمالي سرچینو په وچولو کې په ناکامه راتللو دپاکستان نوم خړ فهرست ته اچولی ؤ اؤ بیا یې پاکستان ته ددغه لسټ نه وتلو دپاره د۱۱ؤ کامونو یو پلان سپارلی ؤ.

پاکستان دعوه کوي چې دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.

خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو دمخنیوي اؤ دترهګرو دمالي سرچینو وچولو دپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي

بلې لوري ته د پاکستان د شمارياتو اداره يا بيورو اف سټيټېسټېک وايي په ملک کې د گرانۍ کچه لوړه شوې او د تېر کال په پرتله د خوراکي توکو بيې په بره تلي دي.

اداره وايي د مياشتني اعداد و شمار تر مخه دې کال د مارچ په مياشت کې بيې ١.۴٢ سلنه برخه اوچتې شوي دي او تېر کال چې د گرانۍ کچه ٨.٢١ في صده وه سخکال دغه کچه ٩،۴١ ته ختلې ده. د ادارې له مخه د ميوو، سبزيانو او چرگانو بيې زياتې شوي دي.

پاکستان د کال ٢٠١٦ نه راپه دېخوا د روپۍ په قيمت کې پينځه ځله کمی راوستلی دی چې ملکي کرنسي يې د ډالر په مقابله کې ٢٦ في صده غورولې ده. د پيسې د قدر کموالی د خوراکي او نورو څيزونو د نرخونو د ختلو سبب جوړ شوی دی.