عاصمه جهانگير : په پاکستان کې واک د حکومت دی که د پوځ؟

د پاکستان د بشري حقونو د څار خپلواکه سازمان ويلي دي دا وخت په پاکستان کې واک د پوځ دی که د حکومت هيڅ درک نه لگي.

په اسلام اباد کې د بشري حقونو د خپلواکه سازمان غړې او د هېواد وتلې قانون دانې عاصمه جهانگير اوويل پاکستان تر هغې بقا نه شي موندلې تر څو جمهوریت د پوځ غلام وي. مېرمن جهانگير اوویل په هېواد کې د ميشت اقليتونو د حقونو او د مذهبي ازادۍ په اړه خبرې کول غواړي خو د چا سره وکړي نه ده معلومه:

" دا پته نه لگي دا وخت نظام د چا په لاسو کې، د چا نه غوښتنه وکړو"

د پاکستان د بشري حقونو سازمان غړو خبري غونډې ته اوویل چې د هېواد په حکومت د پوځ زياتيدونکې اثر کمول ، حقيقي جمهوري نظام په ځای کول، د مذهبي ازادۍ او مذهبي اقليتونو حقونو ته دور پيښو گواښونو د مخنيوي په غرض حقوق ميثاق جوړوي.

د حقوق ميثاق د جوړلو د اعلان په وخت عاصمه جهانگير اوویل اوس په ډاگه ده چې د پاکستان په سياست کې پوځ ورننوتلی دی، هغې اوویل:

"د هېواد په هره اداره کې پوځ او يا د هغويي خلک ناست دي او په اصل کې واکدار پوځ دې"

هغې غوښتنه وکړه چې تېره مياشت د اسلام اباد او پنډۍ ښارونو په درشل د مذهبي تنظيم تحريک لبيک احتجاجي پرلت په شا د پټو لاسونو او مقصدونو پلټنې دې وشي.

د بشري حقونو د سازمان د خېبرپښتونخوا د څانگې مشر دوست محمد خان اوويل چې د حقوق ميثاق مقصد په ټولنه کې بيداري خورول او په هغه سياستمدارانو د اولس لخوا فشار سوا کول دي څوک چې د مصلحت ښکار شوي دي،