د پاکستان پوځ وايي د سوشل ميډيا دلارې د يوې نوې جګړې سره مخ دی

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه په تېرې يوه اونۍ کې په خپلو رسمي وېناګانو کې د فېفټ جنېرېشن وارفېئر يا د سوشل ميډيا د لارې جګړه دوه ځله ياده کړې او وېلي دي چې د دې مخه به نيسي. 

جنرل قمر جاويد باجوه په خپلې وينا کې د ستمبر په شپږمه او د پوځ د مېډيا څانګې آی اېس پي آر د پرېس ريليز مطابق د کور کمانډرانو د نهم ستمبر په غونډه کې هم ذکر شوی چې فېفټ جنېريشن وارفېئر د پاکستان د دښمنانو د ملک او پوځ د بدنامولو يو چال دی.

بل اړخ ته د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر، ریټاېرډ برېګېډيئر سعد محمد خان د وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل، د فېفټ جنېرېشن (یا پنځم نسل) جګړه، د پاکستان د پوځ دپاره یوه لویه معنا لري چې د فېک نیوز یا جعلي خبرونو نه ورهاخوا، د هر اړخیزو معلوماتو جنګ بلل کېدی شي.

څېړونکي وايي د فېفټ جنېريشن وارفېئر مفکوره د پوځ د پخواني وياند جنرل آصف غفور په ويناګانو کې ‌‌‌‌‌‌د جنرل باجوه ‌‌‌‌‌‌ډاکټراين په نوم ډېره ځلېده کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ راپاڅېدلی و او د يو شمېر نورو غوښتنو تر څنګ يې په پخوانۍ فاټا کې په پوځي اپرېشنونو کې د ولسي زيان او د امنيتي ادارو په لاس د زرګونو بې درکه کړل شویو خلکو عدالت ته د بوتللو غوښتنې وکړې.

جنرل آصف غفور څو څو واره دعوه کړې وه چې پي ټي ايم د هندي او افغان استخباراتي ادارو خلک دي، مالي مرستې ترې اخلي، او د دښمن هېوادونو ايجنټان دي، خو د غورځنګ د مشرانو د دې غوښتنې چې که څوک هم په دې اړه ثبوت لري عدالت ته دې يې يوسي، د پوځ لا سېويلين حکومت لا کومې عدالتي پلټنې نه دي پيل کړي.

د څېړونکو تر مخه د فېفټ جنېريشن وارفېئر ذکر او بحث يو ځل بيا ځکه تود شوی چې پاکستاني ژورنالېسټ احمد نوراني په فيکټ فوکس يو خبر خور کړی چې پکې يې د پوځ د پخواني وياند او د سي-پيک د منصوبې د مشر جنرل عاصم سليم باجوه د کورنۍ په بهر هېوادونو کې د لويو کاروبارونو او جاېدادونو ذکر کړی چې پوځ پرې بد منلي.

جنرل عاصم باجوه څوک چې د وزير اعظم عمران خان د مېډيا مشير هم دی، د احمد نوراني تحقيقي رپورټ رد کړی او دا يې د چين د سي-پيک منصوبې خلاف پلمه بللې.

د خبر چاپ کېدو وروستو، جنرل عاصم باجوه د وزير اعظم د مشاورت نه استعفا ورکړې وه او د سي-پيک مشري يې په ځای ساتلې وه خو عمران خان يې استعفا نه وه منظوره کړې.

د پېښور پوهنتون د سيميز مطالعاتي مرکز پخواني مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سرفراز د جنرل عاصم باجوه د شتمنو په اړه د خبر چاپ کېدو په ترڅ کې وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ويلي “خلک اوس د کرپشن په اړه د فوځ په کردار سوال پورته کوي او د ملک دننه چې مخکې دوی د کرپشن کرپشن کوم شور کولو او د کومو خلکو په اړه چې دوی خبرې کولې په هغو باندې خو اکثره تورونه غلط ثابت شول. دا اوسنۍ خبرې چې دوی (خلک) يې تپوس کوي نو دوی (پوځ) يې د فېفټ جنېريشن وارفېئر په نوم يادوي”.

د جنرل عاصم باجوه د اثاثو په اړه په پاکستاني مېډيا کې هم صحافيان په دوه ‌‌‌‌‌‌ډلو وېشلي شوي چې يوه ‌‌‌‌‌‌ډله يې احمد نوراني د جنرل عاصم باجوه په ملګرتيا د ملک غدار او د پوځ بدناموونکی بولي خو بله ‌‌‌‌‌‌ډله دغې ژورنلېسټانو ته لفافه جرنلېسټس یا خرڅ شوي صحافيان وايي.

په سوشل مېډيا دې غوښتنې ته چې د مبينه کاروبار او پيسو ذريعې او اسناد وښايي، د جنرل عاصم باجوه ښاغلي احمد نوراني ته په ټويټ کې ځواب ويل چې دا د سي-پيک خلاف د دښمن سازش دی او د بې درکه کړل شوي حکومتي تن ساجد ګوندل د راخلاصېدو او د هغه دې بيان ته چې شمالي سيمو ته سيل له تلی و، په چلېدونکي ټرېنډز کې ټوقې ټقالې هم کيږي لکه د مثال په توګه صحافي او د سوشل مېډيا کاروونکې ګل بخاري په خپل يو ټويټ کې ليکلي “دوی (پوځ) په مونږ د اووم جنېريشن جنګ پيل کړی دی چې په دې به دښمن په خندولو خندولو وژل کيږي”.

یاده دې وي چې د فېسبوک ادارې په ۲۰۱۹ کال کې هغه ۱۰۳ فېسبوک پاڼې، ګروپونه، او اېکاونټونه وتړل کوم چې ویل یې د یوې شبکې برخې وې او د پاکستان د پوځ د عامه رابطو د څانګې سره یې اړه درلوده.

د دې میاشتې په سر کې، د سوشل مېډیا سترې کمپنۍ فېسبوک ویلي چې څه دپاسه اوه سوه (۷۰۰) هغه فېسبوک اېکانټونه، ګروپونه، پاڼې، او اېنسټاګرام اېکانټونه یې بند کړي کوم چې د نامناسبه رویي والا د یوې پاکستانۍ شبکې برخه وې او په حکومت یې تنقید کاوه.