په 2018 کې په پاکستان کې زیاتره ترهگر بریدونه کې د پښتنو سیمې په نښه شوي دي: رپورټ

د پاکستان انسټي ټیوټ فار پیس (پيپس) نومې ادارې په یو رپورټ کې دعوا کړې ده چې په 2018 کې په پاکستان کې په اکثرو ترهگرو بریدونو کې د پښتنو سیمې په نښه شوي دي او تر ټولو زیاته مرگ ژوبله په بلوچستان صوبه کې شوې ده.

د رپورټ تر مخه د ټول هیواد، د پېښو 38 فيصده یواځې په پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي. رپورټ وايي که څه هم د ترهگرۍ په پېښو کې کمی شوی دی خو طالبان او داعش وس هم خطر دی.

په خیبر پښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې د ټول هیواد په پرتله د ترهگرۍ تر ټولو زیاتې 125 حملې شوي دي. د پیپس د رپورټ تر مخه په بلوچستان کې 354 کسان په ترهگر بریدونو کې وژل شوي دي چې د ټول هیواد 59 فيصده دي.

رپورټ وايي په پاکستان کې په عمومي تششدد کې کمې خو په بلوچستان صوبه کې زیاتوالی راغلی دی. د رپورټ ترمخه د 2017 په مقابل کې په 2018 کې د ترهگرۍ په حملو کې 27 فیصده کمی راغلی دی.

څیړونکي وايي د پښتنو په سیمو کې د ترهگرو د سوا شوو حملو یو شمېر علتونه دي. پخوانی پوځي چاوراکی بریگیډیر سعد محمد خان وايي په دې ټولنه کې نه یواځې دا چې دهغويي همدردان دي بلکې په پخوانۍ قبايلي سیمو کې لاد حکومت واک هم نشته دی.

دهغه په خیال هلته د ایف سي ار د قانون د ختمیدلو ورستو لا د پاکستان قانون نه دی غځیدلی.

سعد محمد خان وايي هلته په انتظامي او قانوني توگه یوه خلا موجود ده او تر څو چې ددې کمزورۍ د ختمولو کوښښ نه وي شوې داسې به کیږي.

خو سعد محمد خان دا هم وايي چې ترهگر او دهغويي ملگري به په اینده کې نور کمزوري کیږي

"د ترهگرو د سوچ زوال شورو دی" د هغه په خیال دغه سوچ د پاکستان مفاد ته نقصان رسوي.

خبریال فخر کاکا خیل وايي دهغه په خیال په سیمه کې موجودې خطرې د پخوا په پرتله ډېرې کمې شوي دي.

هغه وايي د کامیابو پوځي عملیاتو ورستو په پېښور او د پښتنو په سیمو کې وس امن دی.

دهغه په خیال د داعش د خطر مخه پولیسو او استخباراتي ادارو نیولې ده.

د یپس د شمیرو تر مخه په کال 2018 کې د هیواد په 64 ضلعو کې 262 پېښې شوي دي چې پکې 19 ځان مرگي بریدونه وو. په دغه بریدونو کې 595 کسان وژل شوي دي.

رپورټ وايي 171 ترهگر بریدونه تحریک طالبان او ددې نه بیل شوې پرې جماعت الااحرار، او دولت اسلامیه کړي دي.

رپورټ وايي په زیاترو خونړو حملو کې سیاسي مشران او کارکونکي په نښه شوي دي.

رپورټ د ترهگرۍ خلاف په قامي تگ لارې کې د بدلون تجويز ورکړی دی. رپورټ وايي د قامي امنيت په کورنیو چارو کې ابهام دی او د ادارو د کار په حقله پکې وضاحت نشته دی.