"د افغانستان او هندوستان سره د پاکستان د لوبو سفارتکاري به گټه وکړي"

وتلو پښتنو ستورو، د سکواش نابغه اتل جهانگير خان، د پاکستان د ټیسټ کرکټ لوبډلې پخواني کپتان یونس خان ،د یو ورځني او شل اورریزو لوبو پخواني کپتان شاهد افريدي او وتلي سندرغاړي رحيم شاه وي او ای ډیوه ته په یوه شریکه ځانگړې مرکه کې ويلي دي که پاکستان وغواړي نو د خپلو گاونډي هېوادونو افغانستان او هندوستان سره د لوبو په سفارتکارۍ خپلې اړيکې سمولې شي.

وتلو ستورو دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې هم نن د اگست په ۱۸مه نیټه پخوانی کرکټ ستوری عمران خان د پاکستان ٢٢م وزیراعظم جوړ شو.

یونس خان وویل:

"د افغان لوبغاړو سره ما لوبه کړې ده، زمونږ د یو بل سره وس هم رابطې وي، کرکټ ډپلومیسي ډېره ضروري ده"

د یونس خان تر مخه که عمران خان وغواړي نو دوي (لوبغاړي) د دواړو هیوادونو تر منځه په امن کې کردار لوبولی شي:

" عمران له پکار ده چې زمونږ نه کار واخلي مونږ حاظر یو"

هغه وویل چې د دويي د ټولو سره ښه رابطې دي. یونس خان وویل وس د جنگونو زمانه نه دي:

" وس د مینې محبت زمانه ده"

د یونس خان په مشرۍ کې پاکستان د ٢٠٠٩ شل اوریزو لوبو اتل والي گټلې وه. هغه د کرکټ په هغه ستورو کې شمارل کیږي چې د لس زرو نه زیات رنزونه یې کړي دي. د ښاغلي خان یو بل ریکارډ دا دی چې د نړۍ د هر ټیسټ لوبې کونکې هېواد په ضد یې سینچري کړې ده.

د پاکستان د خپل بل گاونډي هېواد هندوستان سره نه یواځې داچې اړيکې د سخت تاو تریخوالي سره مخ دي بلکې د دواړو هیوادونو تر منځه د کرکټ لوبې هم د ډېر وخت راهسې نه کیږي. په هندوستان او پاکستان کې کرکټ تر ټولو نورو لوبو ډېر مشهور دی. د نوي وزیراعظم عمران خان نه تمه کیږي چې هغه به د کرکټ په لوبو بیا روانولو کې خپل کردار ولوبوي.

د ښاغلي خان د سوگند اخستلو د ستورې ته د هند پخوانی لوبغاړی او سیاست دان نوجيت سنگ سدهو هم ورغلی وو، ښاغلي سدهو په اسلام اباد کې وویل لوبغاړي د هند او پاکستان په ورورولۍ جوړولو کې کردار لوبولې شي.

د شاهد خان افريدي تر مخه دا خبره هغه د ډېر پخوا راهسې کوله:

"سدهو وس گڼېږي، مونږ د پخوا راهسې گڼېدلو، کرکټ داسې شی دی چې پاکستان او انډیا خپله کې نزدې راولي"

شاهد افریدی دا وخت د خپل خېر ښېگړې ادارې "شاهد خان افريدي فاونډېشن" لاندې د پاکستان د یو شمېر سیمو نه علاوه په نړۍ کې د حاجت مندو کمک کوي.

شاهد افريدی د بوم بوم افريدي په نوم په ټوله دنیا کې مشهور ال راونډر دی. هغه د ټولو نه مخکښې په ١٩٩٦ کې د ١٦ کالوپه عمر کې د سري لنکا په ضد په ٣٧ بالونو سل رنزونه کړي وو چې تر ډېرې مودې نړیوال ریکارډ وو. ښاغلي افریدي په یو ورځنېۍ لوبه کې ٨٠٦۴ رنزونه کړي دي او ٣٩٥ وکټونه یې تر لاسه کړي دي.

د سکواش پخواني نابغه اتل جهانگير خان وویل په سیاست کې که هر څه کیږي خو لوبې دې نه ودریږي:

" د سیاسي اختلافونو په وجه لوبې نه دي ودریدل پکار"

جهانگير خان شپږ ځله د سکواش نړیوال اتل پاتې شوی دی. هغه د ١٩٨١ نه تر د ١٩٨٦ پورې یې یوه لوبه هم نه وه بایللې ، او ټولې یې ٥٥٥ مقابلې گټلي دي. دا ریکارډونه په نړیوالو لوبو کې د بل کوم لوبغاړي تر اوسه نشته دی.

د ښاغلي خان نه ورستو جان شېر خان هم چېمپین پاتې شوی دی خو د دويي نه پس په پاکستان کې د سکواش لوبه د زوال سره مخ ده. هغه د عمران خان نه خواست وکړو چې د کرکټ نه پرته د سکواش د پرمختگ سوچ دې هم وکړي.

وتلي هنر مند رحیم شاه وویل هغه پخوا هم د افغانستان او پاکستان د اولس تر منځه د روغې جوړې او امن لپاره سندرې ويلي دي او بیا به هم وايي. هغه دافغانستان سره د سفارتکارۍ په تپوس خپله مشهوره سندره "راځۍ چې یا قربان کړو یو سندره د پښتون" هم واوروله.

رحیم شاه په تیرو شلو کې د پښتو ژبې د سوونو سندرو نه علاوه په اردو، درۍ، سندهۍ، پنجابۍ او بلوچۍ ژبو کې هم سندرې ويلي دي.

ښاغلي شاه د پروگرام په اخر کې مشهور غزل " لر که حجاب کوزې پردې که پيره. خپل لېونی خاورې ایرې که پيره" واورولو. دا غزل رحمان بونیري ليکلی دی.

د پروگرام یوه برخه په لانديني لینک کتلی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

"د افغانستان او هندوستان سره د د پاکستان د لوبو د سفارتکارۍ به ډېرې گټې وي"