په چین کی په انسانانو کی د مرغانو د ناروغۍ پنځمه پېښه هم لیدل شوې ده

د چین رسمی خبری آژانس وایی چی یوه ٣١ کلنه ښځه چی د چرگانو په روزنه اخته وه د مرغانو انفلو اینزا وهلی ده او دا پنځمه پېښه ده چی په هغه هیواد کی لیدل کیږی . مگر هغه د تداوۍ نه وروسته د روغتون نه رخصت شوې ده . د سینهوا خبری آژانس وایی چی دا ښځه د چین په شمال ختیځ کی د لیو نینگ د ولایت اوسېدونکې ده او د اکتوبر په دیرشمه د یوې ناروغۍ په وجه چی سکاروی ته ورته وه په روغتون کی بستری شوه. مگر د نومبر په ٢٩ مه د روغتون نه را وایستل شوه . د هغې طبی معایناتو وروسته وښودل چی د مرغانو د انفلواینزا میکروب یې اخیستی و . د اوکراین د روغتیا مامورین وایی چی په هغه ملک کی هم په دې ناروغي اخته په سل هاو مرغان مړه شوی دي . مامورینو په هغه هیواد کی ددې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي د پاره اضطراری حالت اعلان کړی دی .