یونس قانونی په ملی شورا کی د مخالف مشر د دندی نه تیر شو

د افغانستان د نوی ولسی جرگی ریس مخالف مشر یونس قانونی وایی چی دی نه غواړی دوی وظیفی په عین حال تر سره کړی او دا جرگه باید چی یو نوی مخالف مشر انتخاب کړی. هغه نن په یوه خبری کنفرانس کی وویل چی دی به د ریس په توگه کار ته دوام ورکی او دافغانستان په بیا ودانولو کی به چی ٢٥ کاله جگړو وران کړی دی ،د جمهور ریس کرزی د کوششونو او هلوځلو ملاتړ به وکی. هغه د پارلمان ، قضا او د حکومت د نورو څانگو نه وغوښتل چی همکاری وکی او د افغانستان د خلکو او ملی گټو دپاره په پارلمان کی د حکومت او مخالفو ډلو تر منځ اتحاد راولی . اوسنی پارلمان د ١٩٧٣ کال نه راپدی خوا لومړنی انتخاب شوی شورا ده.

په دی باب نور تفصیل خبریال اکرام شینواری د کابل نه رالیږلی دی