دهند پوځیانو له ځمکې نه هواته توغول کیدونکی توغندی ازمایښت کړیدی

دهند پوځی مقاماتوپه ختیځ ساحلی ایالت اوریساکې په هغه توغندې ازمایښت وکړ چې له ځمکی نه هواته توغول کیږی .

هندی ماموران وائې، دتری شول په نامه دلنډواټن توغندی نن دیکشنبی په ورځ دبالاسورښارگوټی ته نژدی دچاندیپورپه مرکز کې په سمندرکې امتحان شو.

دتری شول توغندی دهند یو له ډیرو ‏عصری توغندیونه دی چې پخپله په هندکې جوړشویدی .مقامات وائې، دادنهو کیلو متروپه واټن دپنځلسو کیلوگرامه داتمی کوپړۍ دانتقالولو قابلیت لری .

دغه توغندی داسی جوړشویدی چې پوځ، هوائې او سمندری قواوی ورنه کاراخیستلای شی .

پدی توغندی په هواکې هدفونه لکه الوتکې او هلیکپټرونه ویشتل کیدای شی او هم په سمندرگې کی لگیدای شی .

هند دنولسوه دری اتیایم ‏(‎ ١٩٨٣ ‏)‎ م کا ل نه راپدی خواپخپله توغندی جوړوی ، دا دهغه پروگرام یوه برخه ده چې هند غواړی دتوغندیو په ټکنالوجی کې پخپل ځان باندی متکی شی .