رائس افغانستان ته ورسېده

دامريکا دبهرنيو چارو وزيره کنډوليزارائس او دبرطانيې دبهرنيو چارو سکتر ډيوډ ملي بينډ نن دزيارت په ورځ ناګهانه په غير اعلانيه سفر افغانستان ته ورسيدل.
ديو بهرني خبري اژانس ترمخه لندن څخه افغانستان ته په رسيدو يو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې دواړو مشرانو وويل هغوي دکرزي ددولت څخه په پراخه پيمانه دهمکارۍ هيله لري.
دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې کنډوليزارائس وويل" افغان دولت هم ځينې مسؤليتونه لري، بايد يو اړخ هم دخپلو مسؤليتونو څخه په شا نۀ شي."
هغې وويل زمونږ اولسونو ته په دې پوهيدل پکار دي چې زمونږ هدف يواځې دامنيت ټينګښت نۀ بلکې دتندلارو په ضد يو اوږد جنګ دى.
ميرمن رائس وويل طالبان او القاعده اوس دناټو دځواکونو په ضد دچريکي عملياتو لوري ته روان دي ، ولې هغوي يو اوږدجنګ ته ددوام ورکولو توان نۀ لري.
دبرطانيې دبهرنيو چارو سکتر ډيوډ ملي بينډ وويل افغانستان کې چې زمونږ کوم مسؤليتونه دي مونږ هغه ترسره کوؤ اؤ دافغان دولت څخه هم دهمداسې کولو هيله لرو.
هغۀ وويل مونږ به افغان دولت سره دخپلو مسؤليتونو ترسره کولو په لړ کې بشپړه همکاري کوؤ بايد وويل شي چې دا وخت دافغانستان په جنوب کې دطالبانو او القاعده لخوا سيوا شوى مقاومت په افغانستان کې دائتلافي هيوادونو سره يو لړ انديښنې ملګري کړي.
ځکه چې دناټو يو شمير غړو هيوادونو دغلته دخپلو نورو ځواکونو داستولو په غوښتنه ځان ناجاڼه کړى دى.