رپوټونه وایي د جمهوررئيس پرويزمشرف ائيني صلاحکارانو اؤلويې څارنوال ښاغلي مشرف
ته ډاډ ورکړى دى چې قامي اسمبلي يواځې ديوقرارداد له لارې نۀ شي کولى چې ګوښه کړل شوي قاضيان بياپځايې کړي.
دپيپلزګوند دمشراصف علي زرداري اؤ دمسلم ليګ (ن) دمشرميانوازشريف ترمنځ ددې لوظنامې څخه وروسته چې دنوي حکومت دجوړيدوديوې مياشتې دننه به ګوښه کړل شوي قاضيان دپارلمان څخه دقراردادمنظورولو لۀ لارې پځايې کولى شي.
نن دګل په ورځ دجمهوررئيس په مشرۍ داوچتې پايې يوه غونډه کې ددغه لوظنامې مختلف اړخونه دائين اؤ قانون لۀ نظره وڅيړل شول.
غونډه کې لويې څارنوال ملک محمد قيوم ، دجمهوررئيس ائيني صلاح کارانو اؤ دقانون دوزارت لوړپوړو چارواکيو برخه لرله.
ائيني اؤ قانوني ماهرينو جمهوررئيس ته وويل دقامي اسمبلۍ دننه دقرارداد منظورولو دلارې لرې کړل شوي قاضيان بيا نۀ شي پځايې کيدى.
دمنابعو ترمخه جمهوررئيس پرويز مشرف غونډې ته وويل هغه غواړي دنوي حکومت سره ښې اړيکې ولري اؤ دخوښۍ اؤ جوړجاړي په فضاء کې ټولې چارې په مخکې بوځي.
بلخوا نن دصدراعظم دسيکرټريټ څخه دقامي اسمبلۍ دغونډې رابللو کاغذونو جمهوررئيس پرويز مشرف ته ليږدول شوي دي.
پرويز مشرف دمخه ويلي ؤ کله چې هغه ته دصدراعظم له لارې داسمبلۍ دغونډې رابللو کاغذ ورسيږي نو هغه به ډير زر داسمبلۍ غونډې راوبلى.