د احتجاجونو تر څنگ، مالبرداره بیړۍ گوادر ته ورسیده

د پاکستان بلوچستان صوبه کې د گوادر نوي جوړشوي بندر ته لومړۍ غټه مال اوړنکې بیړۍ رسیدلې ده. دغه بیړۍ د کانډا نه 76000 میټرک ټنه غنمو باندې بار ده.
د گوادر نوی بندر د چین په کمک سره په ٢۴٨ ملینه ډالرو جوړ شوی دی.
خو بلوچ ملت پالې گوندونه په دغه پروژه نیوکې او د حکومت په نیت شکونه کوي.
بلوڅان وایي مرکزي حکومت د دعې پروژې د لارې غواړي چې د سند او کراچۍ خلکوته روزگارونه ورکړي.
او غواړي باید حکومت ځایي بلوڅانوته کارونه ورکړي.
د نوی رسیدونکې بیړۍ د تشولو لپاره د کراچۍ نه ٧٠٠ کارکونکي گوادر ته لېږل شوي.