د امریکا جمهوررئیس بوش ویلي هیواد نن د ملکي حقونو د مشر په وژنه ماتم کوي.
ښاغلي بوش زیاته کړه چې د پرمختگ باوجود د ښاغلي کنگ حدفونه تر اوسه ترلاسه شوي نه دي.
نن په امریکا کې د ملکي حقونو د وتلي مشر مارټن لوترکنگ د وژنی څلویښتمه کلیزه لمانځل کېږي.
مارټن لوتر کنگ د امریکا ټینسي ایالت میفیس ښار کې په کال ١٩٦٨کې د اپریل میاشتې په څلورمه نیټه ویشتل شوې وو.
نوموړي د کال ١٩٥٠م نه تر ١٩٦٠م د لسیزی پورې د افریقایي امریکایانو سره د امتیازي سلوک او تقسیم پرضد د تشدد نه پاک تحریک چلولې وؤ.
د نوموړي د هڅو په نتیجه کې په کال ١٩٦۴م کې د سول رائیټس قانون منظور کړی شو او نوموړي ته په ٣٥ کاله عمر کې نوبل جائزه ورکړې شوه.
د ښاغلي کنگ په وژنه د امریکا د سلو نه زیات ښارونو کې د تشدد نه ډک احتجاجونه پیل شول.
د ښاغلي کنگ د هڅوله امله، امریکایي ټولنه کې د توپیریو شمېر قانونه له منځه لړل. پرون د امریکا په کانگرس کې هم د نوموړي په یاد کې دستورې وشوې.