پوپ د تود هرکلی ترڅنگ  سپینې ماڼۍ ته رسیدلې دی

جمهوررئیس بوش نن په سپینه ماڼۍ کې د کیهتولیک کلیسا ستر مذهبي مشر پوپ بنیډیکټ ١٦م ته تودهرکلی ویلی دی.
پوپ سپیني ماڼۍ ته د خپلې ٨١مې کلیزې لمانځلو پر وخت رسیدلی دی.
نوموړي ته په سپینه ماڼۍ کې د ٢١ ؤ توپو سلامۍ ترڅنگ نزدې ٩ زره خلکو مبارکي وویله. دومره تودهرکلې په سپنیه ماڼۍ کې ډیر کم لیدلې کیږي او دا د یو پوپ لخوا امریکا ته دویمه دوره ده.
په سپینه ماڼۍ کې کیدونکې دستورې وروسته به د امریکا جمهوررئیس بوش او پوپ بینډیکټ په اوول دفتر کې یوبل سره رسمي خبرې اترې کوي.
د امریکا د سفر وړاندې پوپ هم په امریکا کې کیهتولیک کلیسا دځینو پادریانو لخوا په جنسي اړیکو کې د ککړتیا په اړه ویلي وو چې هغه په دغه کارشرم احساسوي.