د سولې د نوي تړون ترمخه، حکومت به د سوات نه امنیتي
ځواکونه په څو پړاونو کې وباسي، شرعي قانون به پرځایې کوي.
طالبان به په امنیتي ځواکونو او وادانیو بریدونه نه کوي، د وسلو گرځولو اجازه به نه وي.
د مولانا فضل الله پلارني کلي امام ډهیرۍ کې به اسلامي یونیورسټي جوړول کېږي.
او دبند یانو پرېښودلو لپاره به گامونه اخستل کېږي.
دصوبه سرحد سينئر وزير بشيراحمد بلور دامن دلوظنامې پحقله ژورنالستانو ته تفصیل وړاندې کړو.
د سولې نوی تړون په داسې وخت کې رامنځ ته شوې چې واشنگټن وایي د تندلارو سره د پاکستان د روغو جوړو او ټړونونو ملگرتیا کولی نه شي.
دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير جان نيگرو پونټى دامريکايي سنا دبهرنيو چارو کميټه کې دبيان ورکولو په وخت وويل دامريکا حکومت پاکستان کې نوي ديموکراتيک حکومت ته هر رقم مرسته ورکوي خو دتيرو وختونو دناکامو تجربو په نظر کې نيولو سره داوسنيو مذاکراتو ملاتړ نۀ شي کولى.
دهغۀ وينا وه امريکايي حکومت دترهه گرۍ دله مينځه وړلو دپاره پاکستان ته لازمې اسانتياوې ورکوي اؤامريکا به دپاکستاني پوځ دځانگړو عملياتو څانگې ته دروزنې ترڅنگ سامانونه هم ورکړي.
نيگرو پونټى وويل په پاکستان اؤ افغانستان کې دکيدونکيو ترهه گريزو بريدونو ديو بل سره ژور تعلق دى.