حامد کرزى :دطالبانو نيولو لپاره به افغاني پوځيان دپاکستان خاورې ته اوړي

افغان جمهوررئيس حامد کرزي دطالب مشرانو نيولو لپاره افغاني پوځيان دپاکستان خاورې ته د را اړولو دړکه کړې ده.

دافغانستان پلازمينه کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا پر مهال افغان جمهوررئيس حامد کرزي وويل افغانستان بشپړ حق لري چې دپولې پورې غاړه دخپلې دفاع په خاطر دترهه ګرو ځالې له مينځه يوسي.

دهغۀ وينا وه کۀ چرې د پولې دپورې غاړې څخه ترهه ګر افغانستان ته را اوړي اؤ ددې ځايې خلک په نخښه کوي نو داسې حالت کې به افغاني پوځيان هم سخت ځواب ورکوي.

حامد کرزي دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود نيغ په نيغه دمخاطب کولو په ترڅ کې وويل افغاني پوځيان به هغه دپاکستان دخاورې څخه نيسي اؤدهغۀ کور ته دننوتلو سره به يې له مينځه وړي.

همدغه راز افغان جمهوررئيس وويل ملا عمر هم دځايې پوځيانو څخه زياته موده محفوظ نۀ شي پاتې کيدى.

د افغاني پوځيانو دپاکستان خاورې ته دراوړيدو په هکله دافغان جمهوررئيس حامد کرزي دا لمړۍ څرګندونې دي .

بلخوا دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د افغان جمهوررئيس حامد کرزي ددغو څرګندونو په ضد سخت غبرګون ښودلى دى اؤ ويلي يې دي دهيواد په کورنيو چارو کې به چاته دلاس وهنې اجازه ورنۀ کړو

ذاتي تيليويزيون سره دخبرو په مهال يوسف رضا ګيلاني وويل افغانستان ګاونډي هيواد دى اؤ اسلام اباد کابل سره ښې اړيکې غواړي.

اخوا دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند مولوي عمر د حامد کرزي لخوا دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر بيت الله محسود په ضد دورکړل شوي بيان دغندنې په ترڅ کې ويلي دي ددغه رقم عملياتو خلۀ ماتونکى ځواب به ورکولى شي.

دنامعلومه ځايې څخه ذاتي تيليويزن سره دخبرو په مهال مولوي عمر وويل افغان جمهوررئيس حامد کرزى افغانستان کې دطالبانو دعملياتو له امله دويرې سره مخ دى ځکه دغه رقم بيانونه ورکوي.