افغانستان : دپاکستان په ضد دجنګ اراده نۀ لرو

افغانستان ويلي دي دپاکستان په ضد دجنګ اراده نۀ لرو اؤ دګاونډيانو سره ښې او باوري اړيکې غواړو.
دافغانستان پلازمينه کابل کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دافغان جمهوررئيس حامدکرزي وياند همايون حميدزاده ووئيل حامد کرزي پاکستان سره دجنګ کولو اعلان نۀ دى کړى.
هغۀ ووئيل پاکستان يو خپلواکه هيواد دے اؤ بايد ديو خپلواک هيواد په حيث دذمه وارۍ څخه کار واخلي اؤ داخبره باوري کړي چې دپولې څخه پورې غاړې به افغان سيمو کې عمليات نۀ کيږي.0_
اؤ دهغوي خاوره به دکوم خپلواک هيواد په ضد کله هم ونۀ کارول شي.
وياند وويل دحامد کرزي دسختو ټکو داستعمال مقصد پاکستان ته پيغام ورکول وؤ.
دهغۀ وينا وه دپاکستاني ملا عمر په څير کۀ چرې يو افغان دغه راز خبره کړى وى نو دپاکستان غبرګون به په دې اړه څه ؤ؟
اخوا دامريکا ددفاع محکمې وياند جيف مورل يو بريفنګ کې وويل پاکستان يو خپلواکه هيواد دى او دافغانستان لخوا دپاکستان خاورې ته دپوځ اړولو به مخالفت کولى شي.
هم دامريکا دخارجه محکمې وياند ټام کيسي دپاکستاني حکومت اؤ طالبانو ترمينځه دامن پر تړون يو ځل بيا تحفظات ښودلي دي اؤ ويلي يې دي چې ماضي کې دغه رقم لوظنامې ناکامه شوي دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ټام کيسي وويل پر پاک افغان پوله دترهه ګرو په ضد عمليات ددواړو هيوادونو دچارواکيو سره دخبرو اترو وروسته کولى شي. هغۀ وويل کۀ چرې دډاکټر قدير خان نيټ کوم شخص هم خوشې کړل شو نو دا به دانديښنې خبره وي اؤ کۀ چرې ددغه نيټ ورک ددوباره فعال کيدو په اړه مونږ شک من شو نو امريکا به دغه ستونزه دوباره پورته کوي.