کرمه ايجنسۍ :  فرقه ایزو نښتو کې لږ تر لږه  ١٢کسان وژل شوي دي

دپاکستان دقبائيلي سيمې بره کرم ايجنسۍ کې ٤ ورځې دمخه دطوري خيل قبيلې ١٢ کسان نامعلومو خلکو تښتولي وؤ چې پکې ٤ تنه وړاندې وژل شوي وؤ اؤ نن دګل په ورځ د کوزې کرمې سيمې څخه نور ٨ تښتول شوي مړي ترلاسه شوي دي.
رپوټونه وایي دغه اته کسان ذبح کړل شوي دي.
دکوزې کرمې پوليټيکل انتظاميې دجرګې له لارې صده ، بلاج خيل، خوارکلى اؤ نور ځايونه په خپله خوښه په جګړه دبوختو قبائيلو څخه خالي کړي اؤ مورچي يې ايف سي ته سپارلي دي خو بره کرمه کې دتري منګل، تيواړ اؤ شلوزان سيمو کې په لويو وسلو سره دډزو تبادله دوام لري.
دنښتو له امله دکرمې ايجنسۍ دننه اؤ بهرنۍ لارې تړل شوي چې له امله يې دغه سيمه کې ددارو درملو اؤ خوراکي موادو کموت رامينځته شوى دى.
اخوا پرون داتوار په ورځ دخيبر ايجنسۍ دعلي مسجد سيمې څخه نامعلومو وسله والو ١٧ خاصه دار هم تښتولي وؤ چې تر دې مهاله دهغوي په بابله هيڅ رقم معلومات نۀ دي شوي.
دخيبر ايجنسۍ دپوليټيکل انتظاميې وينا ده چې دتښتول شوؤ خاصه دارو لټون پيل کړل شوى دى اؤ ډير زر به يې درک ولګول شي .
بلخوا دخيبر ايجنسۍ تيره سيمه کې ددوؤ تندرويه مذهبي تنظيمونو لښکر اسلام اؤ انصارالاسلام ترمينځه نن په دريمه ورځ هم نښتو دوام وکړو .
دغه نښتو کې تراوسه دمړو شميره ٣٣ؤ ته رسيدلې اؤ ګڼ شمير پکې ژوبل شوي هم دي.
دواړه خواوې ديو بل په ضد درنې وسلې کاروي اؤ دنښتو له امله خلک ددغه سيمې څخه خوندي سيمو ته پناه وړي .
٢ کاله وړاندې د لښکر اسلام اؤ انصار الاسلام په ايف راډيو ديو بل په ضد پارونکې خپرونې کولې چې له دغه امله ددواړو ډلو ترمينځ شخړه پيدا شوې وه اؤ تر ننه په دغه شخړه کې د ٤٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.