امريکا کابل کې په هندي
سفارت خانه ځانمرګي بريد کې دپاکستان دککړولو تور رد کړى اؤ ويلي يې دي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ کې
پاکستان دامريکا مهم ملګرىدى اؤ دغه
ملګرتيا به پځايې وي.
واشنګټن کې دامريکا
دبهرنيو چارو دوزارت وياند " گون زيلو گيليگوز" مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل هغۀ باور لري چې کابل کې پر هندي سفارت خانه
بريد دترهه ګرو کار دى اؤپاکستان پکې لاس
نۀ لري.
دهغۀ وينا وه ترهه ګر
افغانستان کمزورى کول غواړي.
هغۀ وويل
ترهه ګر دمسلمانانو په ګډون دنورو مذهبونو خلک په نخښه کوي.
هغۀ زياته کړه امريکا به
پاکستان سره په ګډه ددښمن په ضد عملياتو ته پرله پسې دوام ورکړي اؤ ترهه ګرو ته
دپاکستاني قام سره په ګډه ماتې ورکوي.
دبهرنيو چارو دوزارت وياند وويل دپاکستان اؤ افغانستان په ملګرتيا به دترهه
ګرو عمليات ناکامولى شي.
وياند افغانستان اؤ پاکستان کې پر بمي چاؤدنو
دانديښنې څرګندولو په ترڅ کې دغه پيښې سيمه کې دګډوډي پيدا کولو هڅې ګرځولي دي.
هغۀ وويل امريکا ددواړو
هيوادونو په موجوده وضعيت انديښمنه ده.
دهغۀ وينا وه دپاکستان
نوي حکومت سره دامريکا پرله پسې تماسونه
دي اؤ دنوي قيادت سره به په ګډه دټولو ستونزو دهواري لار لټولى شي.
دبهرنيو چارو دوزارت دوياند وينا وه دپاکستان په مدرسه
کې دداخل کړل شوؤ دوؤ امريکايي ماشومانو دمعاملې
دهواري هڅه کولى شي.