صوبه سرحد : د جینکو نور سکولونه سوځول شوي دی

د پاکستان صوبه سرحد سوات سیمه کې په اوومه ورځ د پوځ او ځایي تندلارو تر منځ نښټې روانې دي.
ننو نښتو کې د کوم لویې ځاني زیان ادعاوې نه دي شوي.
خو د سیمې نه رارسیدلي رپوټونه وایي چې د پرونه راسې د جینکو نزدې پینځه سکولونه یا ښونځي سوځول شوي دي.
په سوات کې د ځایي طالبانو سره د حکومت د سولې وروسته، د جینکو د شلو پورې ښونځي شوځول شوي دي. دسوات په اووه ورځنيوعملياتوکې تردې مهاله ٩٤طالبان،١٤عسکراؤ٢٨عام وگړي وژل شوي دي.
دسوات مټه تحصيل اؤکبل کې نن په اوومه ورځ اميتي ځواکونو دطالبانولټون وکړوخودهيلي کاپټروڅخه يې دگوليوورولولړۍ ودرولې وه.
طالبانونن دنهې په ورځ په مينگوره ،چارباغ اؤشکردره کې دجنيکودرې مکتبونه وسوځول چې ددې سره دتيريوکال دننه په سوات کې دجينکودسوځول شوؤمکتبونوشمير٩٨ته رسيدلى دى.
د سوات ترڅنگ د صوبه سرحد په بونیر او مردان کې هم د اخو ډب پېښې شوې دي. دپوليسوپه گاډي دتندلارولخوا بريدترسره شوى دى چې په دغه بريد کې دپوليسويوافسرسپدمحمدوژل شوى اؤدرې پوليس ژوبل شوي دي.
بريد دشپې نامعلوموتندلاروهغه مهال وکړو چې پوليسوپه گاډي کې گزمه کوله . او په مردان کې هم د پوځ په چاوڼۍ د راکټونو هڅه شوې ده. په دغو بریدونو کې د څو کسانو د ژوبل کېدو خبرونه راغلي دي.