دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي
سيمه خيبر ايجنسۍ په باړه تحصيل کې ديو
وسله وال تن په ډزو دتندرويه مذهبي ډلې امر باالمعروف ونهى عن المنکر مشر حاجي
نامدار ووژل شو.
سرچينې وايي دباړه تحصيل په برقمبر خيل سيمه کې دتکيه په مقام ديو جومات دننه يو وسله وال تن پر حاجي نامدار هاغه مهال ناتاره ډزې وکړې کله چې هغه پر ايف ايم راډيو ویناوې کولي .
ددغه ډزو له امله دامرباالمعروف ونهي عن المنکر ډلې مشر سخت ژوبل شو، اؤ دهغه دتنظيم ملگرو هڅه وکړه چې دتداوۍ لپاره يې روغتون ته ورسوي خو هغه روغتون ته له رسول کيدو وړاندې خپل ژوند دلاسه ورکړو .
پرحاجي نامدار بريد کوونکى دهغۀ ملگرو نيولى دى چې پلټنې ترې روانې دي.
له دې وړاندې هم څو څو کرته پر حاجي نامدار بريدونه ترسره شوي وؤ خو هغۀ ترې روغ وتلى ؤ، پر هغه دپخوانيو بريدونو مسؤليت دبيت الله محسود مرستيال حکيم الله ډلې په غاړه اخستي وؤ. حاجي نامدار په سیمه کې د خپلې خوښې شرعي سسټم پرځایې کړی وو. رپوټونه وایي نوموړي په خیبرایجنسۍ کې یوخپل سره واکمن جوړشوی وو او یو شمېر مخالفین وژلي وو.