دسوات دکبل تحصيل په کوزه بانډه کې پوځيانو دجيټ الوتکو له لارې دطالبانو پر سنگرونو بمباري کړې ده اؤ په دغه بمبارۍ کې دگڼ شمير طالبانو د وژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکوڅانگه ویاند میجر مراد خان ډیوه ریډیو ته ویلي بمبارۍ کې ١١جنگيالي وژل شوي دي.
ددغه بمبارۍ له امله په سيمه کې گڼ شمير کورونه هم تباه شوي دي
همدغه راز دسوات په مټه تحصيل کې دملت پاله سياسي مشر افضل خان لاله دوکانونه يو ځل بيا نامعلومو کسانو په چاؤديدونکيو موادو سره ړنگ کړي دي، له دې وړاندې هم دوه کرته دنوموړي سياسي مشر په کور اؤ مارکيټونو دغه رقم بريدونه شوي وؤ.
همدغه راز دصوبه سرحد دسرښار پيښور سره په نزدې نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې دجنگياليو پر پټ ځايونو دپوځيانو گوله بارۍ نن په ديارلسمه ورځ هم دوام لرلو اؤ دلويې لارې اؤ کوهاټ ټنل دتړل کيدو له امله سيمه کې دخوراک سخت کموت رامينځته شوى دى
بلخوا دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دلويې سم اؤ رشکئ سيمو کنټرول ترلاسه کړى دى اؤ په تازه عملياتو کې ٧تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دغه عمليات په لويې سم ، رشکئ اؤ ټانک خطا سيمو کې ترسره شوي دي ، چې پکې دفضايي بريدونو په گډون دامنيتي ځواکونو ځمکنيو دستو هم برخه اخستې وه، په عملياتو کې لږ ترلږه ٧ تندلاري ووژل شول
دامنيتي ځواکونو تازه دستې باجوړ ايجنسۍ ته رسيدلي دي چې دلويې سم اؤ رشکئ سيمو کنټرول يې پخپلو لاسو کې اخستى دى.
باجوړ ايجنسۍ کې د يوې نيمې مياشتې څخه دجنگياليو په ضد روانو عملياتو کې تراوسه د٦٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي اؤ په لکونو قبائيلو دسيمې څخه کډې خوندي سيمو ته وړي دي.