رحمان ملک : د اسلام اباد بمي چاودنې ‏حدف پاکستاني مشران وؤ

د پاکستان د صدراعظم د کورنیو چارو مشاور رحمن ملک میډیا ته ویلي د برید کونکو حدف دپاکستان سیاسي مشران وو.
نوموړي زیاته کړه د حکومتی مشرانو پلان وو چې په هوټل کې د ماښام ډوډۍ وخوري خو وروسته د ډوډۍ خوړولو ځایې بدل کړل شوی وو.
اخوا دهوټل مالک هاشواني میډیا ته ویلي چې په هوټل کې د جگپوړو چارواکو د ډوډۍ خوړولو لپاره کوم پلان نیول شوی نه وؤ.
بلخوا پاکستاني مطبوعات وایی د اسلام اباد د خونړۍ بمي چاودنې په شک کې د پنجاب صوبه کې یو شمېر کسان نیول شوي دي.
په دغو کې دوه کسان د جومات امامان ښودل شوي دي.
د اسلام اباد د چاودنې په شک کې دا کسان په داسې حال کې نیول شوي دي چې د کورنیو چارو مشاور رحمان ملک میډیا ته ویلي چاودنه کې د افغانستان پولې ته نزدې په قبایلي سیمو کې د القاعدی او پاکستاني طالبانو لاس دی.