افغانستان کې ناټو او اففان چارواکي وایي یو ځانمرگي برید کونکي د هیواد په شمال کې د ناټو دوه عسکر او پنځه ماشومان وژلي دي.
چارواکو زیاته کړه د افغانستان کندوز ولایت کې ځانمرگه برید کونکي د المان په ځواکونو برید وکړو چې له امله یې دوه عسکر ووژل شو.
نن سحر د هیواد په پایه تخت کابل کې په موټر سائیکل سپاره نامعلومه وسله والو یوه برتانیوي ښځه هم وژلي ده.
دغه ښځې یوې عیسوي مرستندویېادارې لپاره کارکوؤ. افغانستان کې د برتانیه سفارت ددې خبرې پخلې کړی دی چې نن سحر کابل کې وژل شوې میرمن د برتانیه وگړې ده.
طالبانو د وژل شوې ښځې د وژنې مسولیت پخپله غاړه اخستی دی.
د طالب جنگیالو یو ویاند ویلي وژل شوې میرمن یې د عسائیت تبلیغ کولو له امله وژلې ده. طالب جنگیالو په ورستیو کې د مرستندویه ادارو په کارکونکو بریدونه زیات کړي دي.
او غواړي په دغه کار یویدیځ پلوه افغان حکومت کمزوری کړي.