نيويارک ټائمز : امریکا به پاکستان کې يواځې  هوايي بريدونه کوي

دامريکا وتلې ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل يو راپور کې ويلي دي چې دپاکستاني حکومت لخوا د احتجاج وروسته به امريکا دپاکستان قبائيلي سيمو کې دځمکنو بريدونو لپاره ځانگړي ځواکونه نۀ کاروي.
دورځپاڼې دراپور له مخې پاکستان کې به دځانگړو ځواکونو پځايې دامريکايي جاسوسي الوتکو له لارې بريدونه کيږي.
ورځپاڼه پخپل راپور کې ليکي چې قبائيلي سيمو کې دالقاعده چقولو لپاره دامريکايي پوځ ځمکني عمليات ضروري دي اؤ يواځې دجاسوسي الوتکو بريدونو سره دالقاعده دفعاليتونو مخه نۀ شي نيول کيدى.
راپور کې ادعا شوې ده چې پاکستان کې دامريکايي جاسوسي الوتکو له لارې بريدونو کې زياتوالى راغلى دى اؤ داگست دمياشتې څخه وروسته ١٨ؤ څخه زيات بريدونه شوي دي.