دامريکايي استخباراتي شبکې سي ايي اى مشر مائيکل هيډن وايي دپاکستان لويديځ سيمه کې يې دالقاعده خوندي ځالې له مينځه وړي اؤ ادعا کوي چې دالقاعده دوهم مهم مشر ايمن الظواهري به داسامه بن لادن څخه دمخه ونيول شي.
واشنگټن کې خبريالانو ته داحوال تيرولو په وخت مائيکل هيډن وويل مونږ ته تر ټولو ستر مشکل دا پيښ ؤ چې دپاکستان اؤ افغانستان سرحدي سيمه دترهه گرو دپاره يو جنت جوړ شوى ؤخو ولې دغلته مونږ دالقاعده واک له مينځه يوړو اؤ اوس نۀ دغه سيمه دالقاعده دپاره خوندي ده اؤ نۀ دهغوي جنت.
ښاغلي هيډن وويل داسامه بن لادن پۀ نيونه کې په ناکامۍ افسوس نۀ کوي بلکې مايوسه دى. نوموړي دا ادعاوې په داسې وخت کې کړي چې افغانستان ته نزدې د پاکستان قبایلي سیمې تربل هر وخت زیات، د تندلارو د اثر لاندې دي. تندلارو په دغه سیمه کې خپل واک قایم کړی، خپل عدالتونه لري، د جینکو تعلیم یې تړلی او د جاسوسۍ په تور نزدې هره ورځ څوک وژني.
دسي ايي اى مشر ومنله چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې نيول شوؤ ځينو کسانو باندې دڅيړنو په مهال تشدد شوى دى چې په هغې کې هغوي ته په اوبو کې غوپې ورکول هم شامل وؤ.
په افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونه اؤ افغان چارواکي وايي په قبائيلي سيمو کې القاعده اؤ طالبانو خوندي ځالې لري اؤ هم له دغه ځايې څخه افغانستان کې په ائتلافي اؤ افغاني پوځيانو دبريدونو دپاره وراوړي.
امريکايي جاسوسي الوتکې وخت په وخت په قبائيلي سيمو کې دشکمنو جنگيالو په پټ ځائيونو بريدونه هم کوي چې پکې تر دې مهاله دالقاعده اؤ طالبانو يو شمير مهم کمانډران وژل شوي دي.