اسرایلي کابینه په یو اړخیزه ډزبندی غونډه کوي

د فلسطین په غزه سیمه اسرایلي جنگي الوتکو بریدونه دوام لري او نن اسرایلي مشران د یو اړخیزه ډزبندۍ لپاره غونډه کوي.
د اسرایل د کابینې غړي به د دریو اونیو نه روان د اسرایلي بریدونو باندی رایې ورکوي.
بلخوا حماس ویلی دوي به جگړه جاری ساتی تر څو چې د دوي غوښتنې و نه منل شي.
دوي وایي چې د اسرائیل لخوا د ډزبندۍ وړاندیز به ردوي. نن په سرکاری ټیلی ویژن خپله وینا کښې د مصر جمهوررئیس په اسرایل ټینگار وکړو چې زرتر زره دی په غزه کښې پوځی عملیات وتړي او د سیمې نه خپل پوځ بهر کړي. مصر اسرائیل او حماس ترمینځ د سولی لپاره هلی ځلی کوي.
اسرایل ویلی بیگا شپه یي د حماس٥٠ ودانۍ په نښه کړي.
اسرایلی چارواکو زیاته کړه دوي دغو بریدونو کښې د حماس راکټی بریدونو لپاره کارونکي مشکوک ځایونه او د وسلې قاچاق سرنگونه په نښه کړي.
د فلسطین طبي چارواکی وایي د اسرایل په بریدونو کې تر اوسه د درې سوو ماشومانو په گډون ١١٠٠ نه زیات فلسطینان وژل شوي دي.
او د پنځو زرو نه زیات ژوبل شوي دي.
په دی جگړه کې تر اوسه یوازی دیارلس اسرایلیان وژل شوي دي.