قريشي : دترهه گرۍ په ضد دې دپاکستان مټې مضبوطې کړل شي

پاکستان دبهرنيوچارو وزير شاه محمود قريشي وايي نړيواله ورورولي دې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دپادکستان توان سيوا کولو لپاره مرسته وکړي.
په ميونخ کې دزلميو مشرانو کانفرنس ته دوينا په مهال شاه محمود قريشي وويل پاکستان دترهه گرۍ مقابلې لپاره گڼ اړخيزه تگلاره خپله کړې ده چې ددې له مخې به سياسي خبرې اترې کيږي اؤ چرته چې ضروري وي هلته به قوت هم کارول کيږي.
هغۀ وويل دترهه گرۍ مقابلې لپاره دې نړيواله ورورولي دپاکستان مرسته اؤ دپاکستان خپلواکۍ ته دې درناوي وکړل شي.
شاه محمود قريشي وويل پاکستان دترهه گرۍ جرړو ختمولو لپاره اوږدمهاله گامونه پورته کوي.
نوموړي وويل نړيواله ورورولي ترهاغه وخته دترهه گرۍ دخوريدو مخنيوى نۀ شي يقيني کولى ترڅو چې غربت اؤ اقتصادي محرومي ختمه نۀ کړل شي.
ښاغلي قريشي ويره وښودله چې افغانستان کې به دائتلافي ځواکونو په شمير کې دزياتوالي له امله به ترهه گر دپاکستان خاورې ته را واوړي.