د سی ایې اې مشر د هند په سفر دی

د امریکا استخباراتي اداری سي ایې اې رئیس لیون پانیټا هندي چارواکو سره په سیمه کې د تندلارۍ او امنیت په موضوع خبرو لپاره نوی ډیلي ته رسېدلی دی.
ښاغلې پانیټا چې په لومړی ځل هېواد نه بهر په سفر دی د هند د کورنیو چارو وزیر چدم برم او د هند استخباراتي ادارو چارواکو سره ویني.
هندي چارواکو ویلی د بهرنیو چارو وزیر به د ښاغلی پانیټا سره تېرکال ممبۍ پېښو په اړه معلومات شریکوي.
په نزدې میاشتو کې د امریکا جگپوړو چاروواکو دا هند ته دریم سفر دی. تمه کېږی چې د سی ایې اې مشر به پاکستان ته هم سفر کوي.