د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما به نن د ناټو غونډې وړاندې د فرانسې جمهوررئیس نکولس سرکوزي سره د فرانس سټراس برگ ښار کې لیدل کتل کوي.
د ناټو هېوادونو دغه غونډه د ایتلاف د جوړیدو شپیته کاله په پورکیدو کیږی.
د فرانس او جرمنی یا المان په پوله ښاغلي اوباما به د غونډې وړاندې د جرمني چانسلر اینگلا مرکل سره هم ویني.
په دغه غونډه کې باراک اوباما به افغانستان لپاره وړاندې کړل شوی نوي تگلارې په اړه د ایتلافیانو مرسته ترلاسه کولو هڅه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن ویلي غونډې کې به په دې خبره بحث کولې شی چې ناټو ایتلافیان خپلې وسیلې په هغه ډول افغانستان لپاره وړاندې کړي چې څه رنگه په تگلارې کې دي.
مېرمن کلنټن خبریالانو ته ویلي چې دغه ضرورتونه یوازې جگړه کې برخه اخستونکي عسکرو پورې محدود نه دي بلکې د افغان ځواکونو او پولیسو د تربیه لپاره تربیه ورکونکي هم.
اروپایی مشرانو مخکې نه په ډاگه کړې ده چې دوي نشي کولی چې جگړې لپاره نور عسکر ولیږي.
خو زیاته کړې یې ده کولی شي غیر پوځي کارونو لکه د عسکرو او پولیسو روزنې او د څږ کال کیدونکي جمهوررئیسۍ ټاکنو لپاره خدمتونه وړاندې کړي.