د کورنيو چارو لپاره دپاکستان دصدراعظم مشاور رحمان ملک په اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال وويل دپاکستان په قبائيلي سيمو کې د10ؤ زرو څخه زيات غيرملکيان پټ شوي دي.
ښاغلي ملک وویل پاکستاني سيمو کې پټ شوي هم دغه غيرملکي ترهگر دطالبانو ملاتړ کوي اؤ هغوي ته دترهگرۍ روزنه ورکوي.
رحمان ملک زياته کړه دسوات په گډون دهيواد په هره برخه کې به دقانون څخه دسرغړونې کوونکو په ضد کوټلي عمليات کولى شي.
نوموړي وويل دڅو تش په نوم مذهبي خلکو لخوا ښځو ته دپردې اؤ په کور کې دبندي اوسيدو خبره داسلامي تعليماتو په ضد ده.
هغۀ وويل دماشومانو څخه کتابونه اخستل کيږي اؤ دهغوي سکولونو ته اور اچولى شي.
ښاغلي ملک وويل دغو ماشومانو ته دترهه گرۍ روزنه ورکول کيږي.
رحمان ملک وويل دصوفي محمد غوندې خلک دلوستلو څخه پرته دپاکستان اساسي قانون غير اسلامي گرځوي.
دهغۀ وينا وه هم ددغه اساسي قانون له امله دهيواد سلامتي پځايې ده.
دکورنيو چارو دمشاور وينا وه زمونږ پوځيان دکمې تربيې اؤ لږو وسيلو باوجود دروزل شوؤ ترهه گرو سره مخ دي.
Keywords: Taliban, militants, Rahman, Malik, Fata